کابل ښار (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٩): په کابل او لوګر ولايتونو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د ملکي وګړو په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د مرکز اړوند د شهيدانو چوک په سيمه کې د دغه ولايت له اداري فساد سره د مبارزې د څارنوال عبدالغفار پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دغه چاودنه کې د څارنوال عبدالغفار زوى شکرالله وژل شوى او دوه ورېرونه يې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((د چاودنې پرمهال خپله څارنوال موټر کې نه و.))
احمدزى وايي چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کابل ولايت په مربوطاتو کې د پوليسو يو افسر وژل شوى دى.
د کابل د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنيف صديقي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار په اسدخيلي سيمه کې د پوليسو يو افسر ساتمن عبدالجليل پر ډزو وژلى دى.
هغه وايي: (( یاد افسر له کاپيسا نه کابل ته د دندې لپاره روان و چې د موټر سايکل سپرو طالبانو له لوري وژل شوى دى.))
د يادو پېښو مسووليت تر اوسه پورې کومې ډلې نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن