کابل (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٩): د بريښنا شرکت وايي چې تر اوسه د بريښنا د لګښتونو د معاف کولو په برخه کې کوم هوکړه ليک له کرونا ويروس سره د مبارزې له کمېتې سره نه دى لاسليک شوى او ټولې کورنۍ اړ دي چې د وري او غويي مياشتو د کړو لګښتونو پېسې تحويل کړي.
د روانې مياشتې په اتمه نېټه د کابل والي محمد يعقوب حيدري اعلان وکړ چې د کابل ښار د ٣٥٠ زره کورنيو د اوبو او بريښـنا لګښت چې له زرو افغانيو څخه کم وي، له کرونا سره د مبارزې کمېټې له لوري ورکول کيږي.
هغه زياته کړه چې په کابل کې د قرنطين په وضع کولو سره ډېرو کورنيو خپل کار وبار له لاسه ورکړى او نه شي کولاى چې د اوبو او برېښنا لګښتونه تحويل کړي نو ځکه دوى دغه پرېکړه کړې ده.
خو د يوې مياشتې له تېرېدو وروسته د برېښنا شرکت وايي چې تر اوسه يې له کرونا سره د مبارزې له کمېټې څخه داسې کوم سند نه دى ترلاسه کړى چې له مخې يې د ٣٥٠ زره کورنيو د بريښنا لګښت دوى تحويلوي.
د برېښنا رياست وياند وحيدالله توحيدي د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه برخه کې له کرونا ويروس سره د مبارزې کمېټې له دوى سره کوم تړون نه دى لاسليک کړى.
دى زياتوي: ((خو هغه معلومات چې موږ ته رسيدلي، سبا د يادې کمېټې او برېښنا شرکت ترمنځ په همدې برخه کې تړون لاسليک کيږي او زموږ له لوري اماده شوى لست به له دغه کمېټې سره شريک کړاى شي.))
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د هغو کورنيو د برېښنا لګښت چې د وري او غويي په مياشت کې له زرو افغانيو څخه کم راغلى وي او خپل بيلونه يې تحويل کړي وي دغه پېسې د راتلوونکو مياشتو لپاره محاسبه کيږي.))
خو دى وايي تر هغه چې يادې پېسې د بريښنا شرکت بانکى حساب نه وي رسيدلي ټولې کورنۍ اړ دي چې په خپل وخت سره د برېښنا د لګښتونو پېسې تحويل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن