د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پاکستان د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه

پاکستان د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه

Jun 20, 2020 - 10:18

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی  ۹۹) : پاکستان خپل یو تجربه کار دیپلوماټ منصور احمد خان د افغانستان لپاره ددغه هېواد نوی سفیر ټاکلی دی.

منصور احمد خان اوسمهال په اروپایي هېواد اطریش ( اسټریا) کې د پاکستان د سفیر په توګه دنده ترسره کوي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وویل چې منصور خان د اوسني سفیر زاهد نصر الله خان پر ځای ټاکلی شوی چې په کابل کې یې د کار موده بشپړه شوې ده.

منصور احمد خان چې د پنجاب ایالت د لاهور ښار اوسېدونکی دی، تر دې مخکې د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د څانګې د مسوول په توګه هم دنده ترسه کړې ده.

نوموړی تر دې مخکې په افغانستان کې د مرستیال سفیر په توګه هم پاتې شوی دی.

منصور خان دغه راز په هندوستان، ترکیه، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو کې ددیپلوماټ په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړی په داسې حال کې د پاکستان نوی سفیر ټاکل شوی چې پاکستان د لومړي ځل لپاره په کابل کې خپل یو پخوانی سفیرمحمد صادق د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan