ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کروناله خپرېدو سره په بامیانو کې د سوداګرو ښځوکاروبار له سقوط سره مخ شوی

د کروناله خپرېدو سره په بامیانو کې د سوداګرو ښځوکاروبار له سقوط سره مخ شوی

author avatar
21 Jun 2020 - 18:04
د کروناله خپرېدو سره په بامیانو کې د سوداګرو ښځوکاروبار له سقوط سره مخ شوی
author avatar
21 Jun 2020 - 18:04

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹): په بامیان ولایت کې سوادګرې مېرمنې له دې په اندېښنه چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د دوی کار له سقوط سره مخ دی، له حکومت او مرستندویو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د صلصال د لاسي صنایعو مسوولې عذرالعلي چې د بامیانو په ارچه بازار کې د ښځو لاسي صنایع پلوري، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله یې کار مخ په درېدو دی.

هغې زیاته کړه:«مخکې به مو په ژمي کې لاسي صنایع تولیدول او د پسرلي په میاشتو کې به مو پلورل، ډېری پېرېدونکي مو کورني او بهرني سیلانیان وو، ښه عواید مو هم لرل، خو سږ کال د کرونا ویروس خپرېدو له امله مو هیڅ پلور نه دی لرلی، موږواقعاً ډېر زیان لیدلی او ان کومې د بسپنې پیسې مو چې لرلې هم مو له لاسه ورکړې.»

هغه چې د اته کسیزې کورنۍ یوازېنۍ سرپرسته ده، تمه ښیي چې د کرونا ویروس زر له منځه ولاړ شي او خلک بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

دغه سوداګره مېرمن وایي چې اوس مهال د کرونا ویروس او د هغه له خپرواي د مخنیوي لپارهد ښځو، په ځانګړي ډول د سوداګرو ښځو لپاره د پوهاوي په برخه کې کار کوي.

په بامیانو کې د «ضحاک» لاسي صنایعو ټولنې مسوولې سلیمې صادقي پژواک ته وویل:«په بامیانو کې د لاسي توکو پلور یو فصل دی او موږ په ژمي کې د پسرلي په تمه وو چې له بده مرغه مو د کرونا ویروس له امله پلور نه درلود.»

هغه په داسې حال کې چې په بامیانو کې د ډېرو سوداګرو مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ بولي، زیاته کړه:«موږ چې په دې برخه کې هر دولتي ارګان او سوداګریز بنسټ ته مراجعه وکړه؛ ونه توانېدو څومرسته ترلاسه کړو او ټولې بسپنه پیسې مو چې لرلې، مصرف مو کړې او په دې تمه یو چې حالت بېرته عادي شي او موږ بیا سوداګري پیل کړو.»

په همدې حال کې په یاد ولایت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیر علي رضا حسن زاده وویل چې د بامیان ولایت ټولې سوداګرې مېرمنې له دغه ادارې سره ثبت دي او یادې خونې تل د دغه ښځو د فعالیتونو د ښه کېدو لپاره کار کړی دی.

خو نوموړی زیاتوي:«موږ د سوداګرو مېرمنو ستونزې درک کوو، د دوی د ستونزو د حل لپاره مو له څو مرستندویو ادارو، په کابل کې د سوادګرۍ له خونې او یو شمېر سوداګرو سره خبرې درلودې، خو له بده مرغه تراوسه نه یو توانېدلې چې له کوم بنسټ او یا هم سوداګر له خوا مرسته ترلاسه کړو.»

نوموړي وویل چې د یادو مېرمنو لپاره د مرستو په اړه  ددوی هڅې روانې دي؛ ځکه د بامیانو ولایت پهاقتصادي پرمختګ کېسواګرو مېرمنو کارمهم رول لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.