ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د هند او چین پر سرحدي شخړه ژوره اندېښنه ښودلې ده

افغانستان د هند او چین پر سرحدي شخړه ژوره اندېښنه ښودلې ده

author avatar
21 Jun 2020 - 11:18
افغانستان د هند او چین پر سرحدي شخړه ژوره اندېښنه ښودلې ده
author avatar
21 Jun 2020 - 11:18

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نیټه ۹۹) د افغانستان حکومت د هند او چین ترمنځ پر رامنځته شوې سرحدي شخړې ژوره اندیښنه ښودلې ده.

تېره اوونۍ د چین او هندوستان ترمنځ د سرحدي سیمې د لداخ سیمې پر سر د نښتې له مله ۲۰ هندي سرتېري ووژل شول چې له امله یې ددواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دواړو هېوادونو یادې سیمې ته سپکې او درنې وسلې رسولي دي او جنګي الوتنې یې په سیمه کې ټوله ورځ الوتنې کوي.

د افغانستان حکومت ددواړو هېوادونو ترمځ پر یادې نښتې او د شخړې پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان له دواړو هېوادونو سره ښې دوستانه او ستراتیژیکې اړیکې لري او د جګړې دیوه قرباني هېواد په توګه چې له زیاتو زیانونو سره مخ شوی له دواړو هېوادونو غواړي چې خپله شخړه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

دافغانستان حکومت ویلي چې د چین او هند شخړه نه یواځې د سیمې، بلکې د ټولې نړۍ پر زیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دافغانستان حکومت له یادې شخړې په رامنځته شوو ځاني او مالي زیانونو داندېښنې څرګندولو ترڅنګ هیله لري چې دواړه هېوادونه دښه ګاونډیتوب په توګه دا ستونزه هواره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.