لښکرګاه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نیټه ۹۹ ) : د هلمند پخوانی والي او قومي مشر امیر حفیظ الله خان په یوه چاودنه کې ټپي، خو زوی یې وژل شوی دی.
ددې ولایت یوې امنیتي سرچینې د چنګاښ په لومړۍ نیټه پژواک اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن ماخوستن مهال په لښکرګاه کې شوې وه.
سرچینې زیاته کړه چې په دې چاودنه کې حفیظ الله خان ټپي، خو زوی يې وژل شوی دی.
د کندهار والي حیات الله حیات د یادې پيښې د تایید ترڅنګ دا چاودنه غندلې او د حفیظ الله خان پر ټپي کیدو او د هغه د زوی پر وژل کیدو یې خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړه چې چاودنه د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کي پر هغه برید غلچکی بریدشوی و چې له امله یې پخپله ټپي او زوی یې ډاکټر صفت الله وژل شوی دی.
ددې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن