ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې اتو پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تخار کې اتو پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
22 Jun 2020 - 16:43
تخار کې اتو پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
22 Jun 2020 - 16:43

تالقان (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٩): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د چنګاښ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د بهارک ولسوالۍ په جرقشلاق سيمه کې د قوماندان ارباب ولي پر پاڅون کوونکو بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پاڅون کوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د اسير د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

بل لور ته په مرکز تالقانو کې يوه مدني فعال جمشيد کندلي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبله کچه لوړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، وړمه شپه په چاه اب او نمک اب ولسواليو کې د طالبانو د بريدونو له امله ٤٥ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.