د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د دایکنډي په محکمو کې د ښځې قاضي نه شتون کې پرېکړې د سړیو په ګټه کېږي"

"د دایکنډي په محکمو کې د ښځې قاضي نه شتون کې پرېکړې د سړیو په ګټه کېږي"

Jun 22, 2020 - 11:22

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): دایکنډي کې ښځې فعالانې وايي، د دغه ولایت ښځې د ښځو قاضیانو د نه شتون له امله خپلې د تاوتریخوالي پېښې له عدلي او قضايي ارګانونو سره نه شریکوي؛ ځکه نارینه قاضیان ډېری قضیې د سړیو په ګټه فیصله کوي.

په دایکنډی کې یوه فعاله لیلا حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل: ((په داسې حال کې چې د دغه ولایت له جوړېدو ۱۸ کاله تېرېږي، خو اوس هم ښايي د دایکندي په محکمو کې ښځې قاضيانې نه لرو.))

نوموړې وايي چې د دایکنډي د محاکمو په تشکیل کې شپږو ښځو قاضیانو ته ځای شته خو اوس هیڅ یوه هم نه ده حاضره دایکنډي ته راشي او دنده ترسره کړي، دوی د کابل په محکمو کې په خدمتي توګه دندې ترسره کوي.

هغې وویل چې حکومت باید پر یادو شپږو ښځو فشار راوړي څو دایکنډي ته راشي او کار وکړي، پرته له هغه باید له دندې لرې شی او پر ځای یې نورې ښځې وګومارل شي.

دغه راز یوه بله فعاله رقیه راسخ وايي: ((دایکنډی کې د ښځو د فعالیت لپاره مناسبه زمینه برابره ده خو تر اوسه یې په ادارو ګې په ځانکړي ډول محمکه کې یوه ښځه کارکوونکې هم نشته، موږ له دې اړخه ځورېږو.))

هغې وویل چې د ښځو قاضیانو د نه شتون له امله ښځې د خپلو قضیو د حل لپاره ډېرې کمې عدلي او قضايي ارګانونو ته ځي، ځکه هغوی نه غواړي د دوی قضیې یو نارینه قاضي فیصله کړي؛ ځکه فکر کوي چې سړي د سړیو په ګټه پرېکړې کوي.

په دایکندي کې یوه بله فعاله فهیمه فرازمند وايي: ((دایکنډي کې ډېرې ښځې شته چې تاوتریخوالی ورسره کېږي او په حق کې یې بې عدالتي روانه ده خو که ورته وویل شي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړئ، نه حاضرېږي، ان که قرباني هم شي شکایت نه درجوي، یوازېنی دلیل یې په محاکمو کې د ښځو قاضیانو نشتوالی دی او هغوی پر نارینه قاضیانو باور نه لري.))

هغې په دوام زیاته کړه: ((سره له دې چې په دغه ولایت کې له شرعیاتو او حقوقو ډېرې نجونې فارغې شوې دي خو د دایکنډي په محاکمو کې یوه ښځه هم نشته.))

دغه مدني فعاله ادعا کوي، له همدې امله له هغو ښځو سره چې تاوتریخوالی کېږي ډېرې لږې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه کوي او هغه کسان چې د خپلو ستونزو د حل لپاره محکمو ته ورځي، نارینه قاضیان یې دوسیو ته رسېدنه نه کوي او پرېکړې په سړیو په ګټه ترسره کوي.

ګلچهرې، هغه چې د کورنۍ او مېړه له خوا ورسره تاوتریخوالی کېږي او څو ځلې د خاوند له کوره شړل شوې ده، پژواک ته وویل: ((له دې امله چې په محکمه کې ښځه قاضي نشته او قضیه مې د یوه نارینه قاضي له خوا فیصله کېږي، د دې لپاره مې د خپلې کورنۍ او خاوند پر وړاندې هیڅ شکایت نه دی ثبت کړی؛ ځکه نارینه همېشه پرېکړې د نارینه وو په ګټه کوي.))

هغه وايي چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځو شتون مهم دی او باید دولت دې برخې ته پام وکړي.

د دغه ولایت د میرامور ولسوالۍ یوه ۴۶ کلنه ښځه زرفشان وايي چې د ځمکې د غصب ستونزه لري خو نه شي کولی قضیه درج کړي؛ ځکه اورېدلي یې دي چې به محاکمو ډېری پرېکړې د سړیو په ګټه کېږي.

یادې دواړه ښځې د دایکنډي له سیمه ییزې ادارې غواړي چې ښځې قاضیانې پر دندو وګوماري څو زیانمنې ښځې د خپلو قضیو د حل لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي.

په عین حال کې د دایکنډي د استیناف محکمې رییس ابوبکر صدیق په دغه ولایت کې د ښځو قاضیانو نه شتون تاییدوي او زیاته یې کړه: ((د دایکنډي په تشکیل کې شپږ ښځې قاضیانې شته، خو هغوی حاضرې نه دي دلته راشي او ما څو ځلې له مرکز سره دغه ستونزه شریکه کړې ده خو تر اوسه مې په دې اړه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.))

هغه زیاته کړه: ((هڅه کوو څو په هر ډول وي د دایکنډي په محکمه کې ښځه قاضي وګومارو.))

په دې حال کې د دایکنډي والي ضیا همدرد پژواک ته وویل چې دغه موضوع ډېره مهمه او جدي ده چې باید حل شي.

نوموړی وايي چې ډېر ژر به دغه موضوع په مرکز کې له اړوند ارګانونو سره په جریان کې کړي او ترې وبه غواړي چې دایکنډي ته ښځه قاضي ور ولېږي.

والي زیاته کړه: ((ژمنه کوم چې په ټولو ادارو کې په ځانکړې توګه عدلي او قضايي کې به ښځې پر دندو وګومارم.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan