ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غلام خان بندر د سوداګرۍ پرمخ پرانستل شو

د غلام خان بندر د سوداګرۍ پرمخ پرانستل شو

author avatar
22 Jun 2020 - 18:36
د غلام خان بندر د سوداګرۍ پرمخ پرانستل شو
author avatar
22 Jun 2020 - 18:36

خوست ښار (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): د خوست غلام خان بندر د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شو او په سوداګريزو توکو بار موټر د ډيورنډ کرښې هغې غاړې او همدا ډول په يوه اندازه تازه سبزۍ او ميوې يو شمېر بار موټر خوست ته را واوښتل.

له دې سره همهاله د تورخم او د چمن لارې هم نن د «چنګاښ ۲مه» چې له څه مودې راهيسې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وې، بېرته پرانيستل شوې.

د خوست ولايتي چارواکي او سوداګر وایي چې د غلام خان بندر په پرانیستل کیدو سره به له يوې خوا د خوراکي او غیر خوراکو توکو بيې راټيټي شي او له بلې خوا د دوه اړخيزې سوداګرۍ په پراختیا کې هم د پام وړ مثبت بدلون راشي.

د والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس سره خبرو کې دا لار د هېواد له مهمو سوداګريزو لارو څخه وګڼله او ويې ويل چې د پاکستان سوداګريز مرکز کراچۍ ته د نورو لارو په نسبت شاوخوا څلور سوه کليومټره نږدې ده.

هغه وويل چې د غلام خان بندر به له دې وروسته هره یکشنبه د خلکو د تګ راتګ پرمخ هم خلاص وي او ترڅنګ به یې یوه نیمه میاشت وروسته د اپټا په غونډه کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د رسمي ترانزیټ تړون هم لاسلیک شي.

دی زياتوي: ((دې ټولو موضوعاتو ته پر وخت باندې د رسېده ګۍ په چارو موږ بوخت يو او انشاالله چې يو په بل پسې به نور پرمختګونه هم ددې لارې په برخه کې رامنځته شي.))

بل خوا په خوست کې يو تن قومي مشر او ملي سوداګر شهباز ګربز وايي، هغه بار وړونکي موټر چې په غلام خان بندر راځي، نبست نورو بندرونو ته پرې شاوخوا ۲ سوه زره پاکستانۍ کلدارې په یوه موټر کمه کرايه راځي، چې دا د توکو د نرخونو په کموالي مستقیم اغېز لري.

دی وايي: ((په يوه موټر کې دوه لکه پاکستانۍ کلدارې ډېر بچت دی، چې موږ يې کوو او له دې سره نرخونه ټيتيږي. د نورو لارو په نسبت باندې د غلام خان لار کاميابه ده او خلک به پرې ځي او راځي.))

یو بل خوستی سوداګر جمال تڼی هم وایي، هغه توکي چې د نورو بندرونو له لارې هېواد ته را وارېدېدل، په لوړ قیمت به تمامېدل، خو په خبره یې د غلام خان بندر په خلاصېدو سره به اوس د توکو په بیو کې د پام وړ ټيټوالی راشي.

د اقتصادي چارو د شنونکو په خبره چې غلام خان بندر د هېواد د نورو بندورنو په پرتله ۴۶۱ کیلو متره کراچۍ بندر ته په نږدې فاصله کې پروت دی او په خبره يې که چېرې دا بندر همداسې خلاص وساتل شي او رسمي ترانزیټ شي، نه یوازې د هېواد لپاره، بلکې د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره هم ګټور تماميږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.