کابل(پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): ناپېژانده وسله وال،د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د دهمزنګ په څلور لارې کې يو پوليس وواژه او بل یی ټپی کړ.
يوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، د دغو څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې بريدګر له سيمې تښتېدلی دی.
د کابل د امنيتې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز پېښه تاييدوي، خو وايي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او په اړه يې وروسته معلومات ورکوي.
د کابل د دهمزنګ سيمې یوه اوسېدونکې فرزانه همت پژواک ته وويل چې دغه برید نن سهار شاوخوا اووه بجې رامنځته شو.
د هغې په وینا، يوه تن چې پلی روان و، پر پوليسو ډزې وکړې، یو پولیس یې وواژه او بل یې ټپی کړ.
تر اوسه د دې بريد مسووليت چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن