کندهار (پژواک، ٣ غبرګولی ۹۹): چارواکي وايي، په کندهار کې پر ۶۷زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې شاوخوا ۲۰۰زره ټنه حاصلات به ورڅخه ترلاسه شي.
په تېرو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې په کندهار کې په ډېره کچه غنم کرل کېږي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په پراخه کچه للمي او اوبي غنم کرل شوي چې ښه حاصلات به ولري.
نوموړی په دغه ولایت کې د غنمو د ډېر کښت لامل د سږ کال بارانونه ګڼي چې د اوبو سرچینې ورسره ډېرې شوې دي.
هغه زیاته کړه: ((سږ کال په کندهار کې پر ۶۷زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې ۲۰۰ زره ټنه حاصلات به ورڅخه ترلاسه شي.))
دی وايي، همدا اوس په کندهار کې د للمي غنمو د حاصلاتو ټولولو چارې پیل شوې چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.
د ده په خبره، په داسې حال کې چې افغانستان او نړۍ د کرونا وبا له ګواښ سره مخ ده او د کرنتین له امله په بازار کې د غنمو او اوړو بیه لوړه شوې ده، دا د خلکو لپاره ښه زېری دی.
نوموړی زیاتوي، د کندهار د غنمو د حاصلاتو له ټولولو سره به په دغه ولایت کې اوړه پرېمانه شي او بیه به یې هم ټیټه شي.
دی وايي، د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د غنمو د کرکیلې لپاره پراخې هڅې کړې او دغه چارې ته دوام ورکوي.
د ده په خبره، دې ادارې سږ کال د کندهار له ۲۰زرو کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شوو تخمونو مرسته کړې ده چې دغې چارې هم د غنمو د کښت په ډېرېدو کې مهم رول لوبولی دی.
سیدي وايي، په کندهار کې په داسې حال کې د غنمو په کښت او حاصلاتو کې ډېروالی راغلی چې د ولسمشر په حکم په ټول افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې چارې پیل شوې دي.
د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په دې پروژه کې د هېواد په کچه د مېوو، سبو او حبوباتو ساتلو په موخه د زرګونو سړو خونو جوړول شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن