ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
23 Jun 2020 - 15:57
author avatar
23 Jun 2020 - 15:57

کلات (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹) : د کابل- کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له مله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل امنیه قوماندانۍ له خوا د چنګاښ په ٣مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلی چې دا پېښه نن سهار د کندهار پر لویه لاره د شهر صفا ولسوالۍ اړونده د شهیدانو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په یاده سیمه کې یو فیلډر موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی چې له امله یې درې تنه مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په مړو کې دوه ماشومان هم شامل دي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه درلودل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.