ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي: په محدود ډول د حج مراسم ترسره کیږي خو له بهره څوک نه شي را تللی

سعودي: په محدود ډول د حج مراسم ترسره کیږي خو له بهره څوک نه شي را تللی

author avatar
23 Jun 2020 - 11:20
سعودي: په محدود ډول د حج مراسم ترسره کیږي خو له بهره څوک نه شي را تللی
author avatar
23 Jun 2020 - 11:20

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹) : د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې سږ کال به په محدود ډول د حج مراسم ترسره شي، خو یواځې په دغه هېواد کې مېشت خلک په کې برخه اخلي، له بهره څوک نه شي ورتللی.

د سعودي د حج اوعمرې وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا ویروس له امله به سږ کال د حج فریضه په محدود ډول ادا کیږي.

سرچینې زیاته کړې چې یواځې په سعودي کې مېشت یو شمېر ځایي وګړي او د نورو هېوادونو مسلمانان به د اسلام پنځمه بنا (حج فریضه) ادا کوي.

د سعودي د حج وزارت ویلي چې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د کرونا ناروغي خپره شوې او که ټولو ته د حج اجازه ورکړل شي، نو دا وبا به سعودي او دغو هېوادونو کې نوره هم خپره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا چې پر کرونا تراوسه شاوخوا نهه میلیونه کسان اخته شوي او نږدې پنځه سوه زره کسان یې له امله مړه دي، نو دوی پرېکړه کړې چې سږ کال به یواځې په سعودي کې مېشتو محدودو کسانو ته د حج ادا کولو اجازه وي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت ویلي چې محدودو کسانو ته د حج ادا کولو اجازې ورکولو سره دوی کولی شي هلته د کرونا ضد ټول وقایوي او احتیاطي اقدامات ونسي .

د یادونې ده چې سعودي له تېرو څو میاشتو راهیسې د عمرې پر ادا کولو هم بندیز لګولی دی.

په سعودي عربستان کې تر اوسه شاوخوا ۱۳۰۰ کسان د کرونا له امله مړه او ۱۶۱ زره کسان پرې اخته شوي چې ډېری یې ریاض، مکه، مدینه او جدې ښارونو کې دي.

خو د سعودي حکومت له دوو میاشتو وروسته دوه ورځې مخکې قرنطین ختم کړ .

د یادونې ده چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له دې مخکې اعلان کړی چې دوی هیڅ ډول چمتووالی نه لري او ممکن سږ کال د حج مراسم ترسره نه شي.

د یادولو ده چې د هجرت په شپږم کال دحضرت محمد (ص) په مشرۍ مسلمانانو د لومړي ځل لپاره د حج فریضه ادا کړې وه او له هغه وروسته هر کال مسلمانان دا فریضه دا کوي.

خو د معلوماتو له مخې، د حج له پیل څخه تر اوسه ۴۰ ځلې د حج مراسم نه دي ترسره شوي ، د راپورونو له مخې، پر بیت الله بریدونه،  سیاسي شخړې، وبا، سیلابونه او د حاجیانو پر قافلو او کاروانونو د غلو بریدونه د حج د نه ترسره کېدو لاملونه ښودل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.