د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مشرانو جرګه: د ۳۲ وینټلاټورونو د قاچاق قضیه دې وڅېړل او عاملين دې مجازات شي

مشرانو جرګه: د ۳۲ وینټلاټورونو د قاچاق قضیه دې وڅېړل او عاملين دې مجازات شي

Jun 23, 2020 - 15:52

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹): د مشرانو جرګې رییس او یو شمېر غړي یې پاکستان ته د «مصنوعي نتفس» ماشینونو د قاچاق قضیې پر جدي څېړنې ټینګار کوي او وایي، هغه کسان چې د دغو ماشینونو په قاچاق کې لاس لري، باید وپېژندل او جزا ورکړل شي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې چې پرون خپور شو، د مصنوعي تنفس ۳۲ ماشینونه (وينټلاټورونه) چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته شوي وو، په داسې حال کې پاکستان ته قاچاق شوي چې په هېواد کې پر کرونا ویروس اخته کسان د تنفس ماشینونو د کموالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راپور په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شو او نن هم د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې پرې بحث وشو.

د مشرانو جرګې یوه غړي عبدالوهاب عرفان د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې دغه راپور باید مستند شي او هغه کسان جې د دغو ماشینونو په قاچاق کې لاس لري، معلوم او جزا ورکړل شي.

هغه زیاته کړه:«د تنفسي ماشینونو د نه شتون له امله یو شمېر هېوادوالو خپل ژوند له لاس ورکړ، خو له بده مرغه دغه مرسته شوي ماشینونه قاچاق کېږي، هغه کسان چې د یادو ماشینونو د نه شتون له امله مړه شوي، قاتلین یې د دغو ماشینونو قاچاقبران او غله دي.»

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار هم وویل چې د مصنوعي تنفس یو شمېر ماشینونه غلا شوي او له قضیې سره یې باید قانوني چلند وشي.

د جرګې بل غړي سید صفي الله هاشمي وویل:«په داسې حال کې ۳۲ ماشینونه پېښور ته قاچاق شوي چې خلک د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري، په دې شرایطو کې غفلت د منلو نه دی، تمه لرو دغه قضیه وڅېړل شي او هغه کسان چې لاس په کې لري؛ د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د قاچاق شوو ماشینونو د څېړنې غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلمیار وویل چې پژواک یوه معتبره رسنۍ ده او هغه راپور چې په دې اړه یې خپور کړی، خامخا یې مستند کړی دی.

هغه د ملي امنیت له ریاسته وغوښتل څو له پژواک اژانس سره په شریکه دغه قضیه وڅېړي.

دغه راز مسلمیار له ولسمشره وغوښتل چې له دې قضیې سره جدي چلند وکړي.

هغه زیاته کړه:«هغه کسان چې په هېواد کې د کرونا ویروس او د تنفسي ستونزو او تنفسي ماشینونو د نه شتون له امله مړه شوي، غله او د یادو ماشینونو قاچاقبران یې قاتلان دي او باید کلکه جزا ورکړل شي.»

د مسلمیار په خبره، دغه قضیه باید په عادلانه او بې طرفانه ډول وڅېړل شي او د دولت هر چارواکی او کارکوونکی چې په هره کچه وي او د دغو ماشینونو په قاچاق کې لاس ولري، باید معلوم او په جزا ورسول شي.

هغه وایي، په اوسنیو حالاتو کې چې افغانستان له کرونا ویروس او روغتیایي وسایلو د کموالي له ستونزو سره مخ دی، د دغو ماشینونو غلا ملي خیات بلل کېږي.

د عامې روغتیا مالي او اداري معین ډاکتر شفیق الله شهیم نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د یادو ماشینونو قاچاق واقعیت نه لري او دغه وزارت یاد راپور د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمېسیون لهلارې څېړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan