کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٣٤ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۹۷۱۵ ته لوړه شوه.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په څلورمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٦٥٠ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٢٣٤ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۲۹۷۱۵ ته لوړه شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې, په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٢٤ په کابل، ٣٤ په هرات، ٢٤ په باميان، لس په ننګرهار، اته په بادغيس، اووه په کونړ، اووه په کاپيسا، شپږ په بدخشان، څلور په دايکنډي، درې په لوګر، درې په پنجشېر، دوه په لغمان او دوه هم په پروان ولايتونو کې دي.
د خبرپاڼې په حواله, په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٠٩ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۹۸۶۹ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢١ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٦٣٩ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د باور ځواک په نوم يو بنسټ يوه سروې اعلان کړه چې له مخې يې په افغانستان کې يو ميليون کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن