ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه په میدان وردګو کې د کوچیانو او هزارګانو ترمنځ شخړه څېړي

ولسي جرګه په میدان وردګو کې د کوچیانو او هزارګانو ترمنځ شخړه څېړي

author avatar
24 Jun 2020 - 22:14
ولسي جرګه په میدان وردګو کې د کوچیانو او هزارګانو ترمنځ شخړه څېړي
author avatar
24 Jun 2020 - 22:14

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۹): ولسي جرګې په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزارګانو ترمنځ د «وسله والو نښتو» د څېړلو لپاره پلاوی وټاکه.

دغه پلاوی وروسته له هغه وټاکل شو چې یوشمېر وکیلانو په نیوکې سره ویل چې د دې جرګې غړی غلام حسین ناصري په یاد ولایت کې د کوچیانو پروړاندې پر وسله والو فعالیتونو لاس پورې کړی، خو ځینو وکیلان بیا له ناصري په ملاتړ وایيچې خلک د وسلو په پورته کولو له خپلو کورونو دفاع کوي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو اوسني او په دې جرګه کې د میدان وردګو د خلکو پخواني استازي غلام حسین ناصري تېره ورځ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي:«پهګوله دښته کې د کجاب دفاعي ځواکونو، وسله والو کوچیانو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.تردې دمه طالبان او کوچیان درنه مرګ ژوبله لري.

دشت ګوله د غزني د ناور ولسوالۍ د خوات او میدان وردګو د بهسودو ولسوالۍ ترمنځ پرته سیمه ده.

د ناصري یاده لیکنه د جرګې په نننۍ ناسته کې د یوشمېر غړو له خواله نیوکو سره مخ شوه.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې فرزانې کوچۍ وویل:«غلام حسین ناصري له درېیو میاشتو راهیسې میدان وردګو ولایت ته تللی او وسله یې اخیستې او د ترهګرو په نوم یې له کوچیانو سره جګړه پیل کړې ده.»

هغې زیاته کړه:«وسله اخیستل او وژل د وکیل دنده نه ده، کوچیان باید د ترهګرو په نوم ونه وژل شي.»

هغې د جرګې له اداري پلاوي وغوښتل څو ناصري راوغواړي او د هغه څه په اړه چې ترسره کړي یې دي، پوښتنه وکړي.

د هلمند د خلکو استازې نسیمې نیازۍ هم د ناصري پر لیکنه له نیوکې سره وویل چې یو وکیل حق نه لري چې د طالب یا ترهګر په نوم پر نورو قومونو ظلم وکړي.

هغه د جرګې غړو ته د ناصري د ځواب غوښتنه وکړه او وویل چې ناصري قانوني عمل نه دی کړی.

په ولسي جرګه کې د وردګو استازي خان محمد وردګ وویل چې په میدان وردګو ولایت کې یو ځل بیا د کوچیانو او هزارګانو ترمنځ نښتې شوې چې باید مخه یې ونیول شي.

هغه وایي چې دغه قضیه له څو کلونو راهیسې روان ده او تراوسه دولت نه دی توانېدلی چې حل یې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.