کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېرنهو میلیونو ته رسېدلی، خو پنځه میلیونه یې بېرته روغ شوي دي.
د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو پهامريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او شمېرې خپروي، ويلي چې تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر نهه میلیونه او ۳۰۰زرو ته رسېدلی دی.
یادې سرچینې زیاته کړې، تر اوسه پنځه میلیونه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کېتر اوسه له کرونا ۴۸۰زره کسان مړه شوي دي.
یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه نور په سخت حال کې دي.
سرچینې زیاته کړې چېدغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر دوه میلیونه او۴۲۰زرو ته رسېږي او ۱۲۳زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
له امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی؛ هلتهیو میلیون او ۱۱۰زره کسان پرې اخته دی او ۵۲زره کسان مړه شوي دي.
دغه راز روسیه په درېيم مقام کې هېواد دی؛ هلته ۵۹۹زره کسان پرې اخته شوي، خویواځې څه باندې اته نیم زره کسان مړه شوي دي.
له یادو هېوادونو وروسته هسپانیه، برېتانیا، ایټالیا، فرانسه، هندوستان، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې د کرونا ناروغانو او مړو شمېر په کې ډېره دی.
په افغانستان کې هم دغه ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی؛ تر اوسهڅه باندې ۲۹زره کسان پرې اخته شوي، ۶۰۰ مړه او تر نهو زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن