ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​پکتيا کې د للمي غنمو حاصلات ډېر شوي

​پکتيا کې د للمي غنمو حاصلات ډېر شوي

author avatar
24 Jun 2020 - 16:04
​پکتيا کې د للمي غنمو حاصلات ډېر شوي
author avatar
24 Jun 2020 - 16:04

ګردېز (پژواک، ۴چنګاښ۹۹): د پکتيا کروندګر وايي چې سږکال يې د ټولو، په تېره د للمي غنمو حاصلات ډېر شوي او لامل يې د موسمي ورښتونو زياتوالی بولي.

دوی بيا هم نيوکه کوي چې اصلاح شوي تخمونه او سره ورته پر وخت نه ده ورکړل شوي او له اړوندو ادارو په دې برخه کې د لازمې پاملرنې غوښتنه کوي.

د ګردېز د تېرې سيمې يو بزګر شربت خان وايي که سږ د کرنې ریاست له خوا ورسره د اصلاح شوو تخمونو او سرې مرسته شوې وای، ښايي حاصلات يې تر دې هم زيات او ښه وای.

نوموړي پژواک ته وويل:((کرنې رياست سږکال يو پاو تخم او سره هم نه ده راکړې، موږ سره هېڅ امداد نه دی شوی، دا هر څه مې په بيه اخيستي، د تراکتور والا او تخم ټول قرضونه راباندې پاتې دي.))

يو بل بزګر خان ټينګار کوي که د کرنيز او اوبه خور سيستم اصلاح او د کرنيزو حاصلاتو کيفيت لوړېدو ته کار وشي، په خبره يې د غنمو ترڅنګ به د نورو حبوباتو حاصلات هم زیات شي.

خان وايي:((سږکال بارانونه ډېر وشول، ورښتونه وو، خو مشکل دا دی چې له غنمو وروسته موږ له ځمکې نور حاصلات نه شو اخيستلی؛ ځکه زموږ د غره اوبه دي، تر دې وخته ښې وي، تر دې وروسته کميږي، بند نشته چې په کې ذخيره شي.))

ځوان بزګر فيروز وايي که دولت کرنيز سکتور ته زياته پاملرنه او پانګونه وکړي، په خبره يې په ياده برخه کې پر اقتصادي ځان بسیاينې سربېره به ډېرو خلکو ته په خپلو سيمو کې کاري زمينې برابرې شي.

فيروز زياته کړه:((سږکال د غنمو حاصلات ښه دي، په خپله مو زحمت کړی او هر څه مو خپله ورته برابر کړي دي. لکه مخکې به مو چې له للمي ځمکې يو خروار غنم اخيستل، هغه سږکال تقريباً دوه خرواره شوي، همداسې د اوبي ځمکو حاصلات. د غنم د دانې لويېدو ته بايد پاملرنه وشي.))

د پکتيا ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رييس محمدالدين مومند هم مني چې سږکال دوی ته پر وخت د اصلاح شوو تخمونو نه رسېدو او سرې نه شتون له امله بزګرانو ته ياد توکي نه دي ورکړل شوي.

مومند هم د کرنيز سيستم اصلاح او عصري کېدل د وخت جدي اړتيا بولي او وايي چې د دغه کار لپاره يې له وزارت سره د مسايلو پر شريکولو سربېره د ځينو کوچنيو سربندونو او کانالونو چارې هم پيل کړې، خو په خبره يې کافي نه دي.

نوموړي پژواک ته وويل:((سږکال موسمي بارانونه زيات وو، امراض کم دي. په شپږ ولسواليو کې مو د غنمو د حاصلاتو سروې جريان لري، کرنيز سکتور کولای شي موږ ځان بسیاينې ته ورسوي او په دې خاطر د زيات توجه لايق دی.))

مومند وايي چې سږکال د للمي غنمو د حاصلاتو کچه ډېره لوړه شوې او د کره اندازې معلومولو لپاره په مرکز ګردېز او شپږ ولسواليو کې سروې روانه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.