ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نی: د رسنیو هر شکایت ته باید «د رسنیو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون»له لارې رسېدنه وشي

نی: د رسنیو هر شکایت ته باید «د رسنیو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون»له لارې رسېدنه وشي

author avatar
24 Jun 2020 - 22:18
نی: د رسنیو هر شکایت ته باید «د رسنیو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون»له لارې رسېدنه وشي
author avatar
24 Jun 2020 - 22:18

کابل(پژواک، ۴ سرطان۹۹): د ازادو رسنیو ملاتړ اداره یا (نی) د ۳۲ مصنوعي تنفسي الو د وضاحت په اړه مشرانو جرګې ته د پژواک خبري اژانس د مشر غوښتل د افغانستان د رسنیو قانون خلاف کار بولي.

د راپورونو له مخې، پژواک خبري اژانس د چنګاښ په دویمه یو راپور خپور کړ چې د نورو هېوادونو له خوا مرسته شوي د مصنوعي تنفس ۳۲ الې (ونتلاتورونه) په داسې حال کې پاکستان هېواد ته قاچاق شوې چې دلته په افغانستان کې د مصنوعي تنفس الو د کمښت له امله خلک مري.

دغه راپور په ټولنیزو رسنیو کې ډېر خپور شو او پرون د مشرانو جرګې په غونډه کې هم پرې بحث وشو.

د مشرانو جرګې په پرونۍ ناسته کې د پژواک خبري اژانس ته ددغه راپور په اړه د لا ډېر وضاحت ورکولو لپاره بلنه ورکړل شوې وه.

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا (نی) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:«رسنیو په اړه هر شکایت ته باید «د رسنیو تخطي او شکایتونو» کمېسیون له لارې رسېدنه وشي.»

سرچيني همدارنګه لیکلي:«پرون ولسي جرګې ته د یادې موضوع په اړه د وضاحت ورکولو لپاره د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل غوښتل شوی و.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نی په باور د مشرانو جرګې دغه کړنه د هغه قانون خلاف ده چې ددوی له خوا تصویب شوی دی.

سرچينې همدارنګه لیکلي، د ولسمشر لومړی مرستیال بیا په خپله ټویټرپاڼه پاکستان هېواد ته ددغو الو د قاچاق موضوع رد کړې ده.

نی لیکلي:«صالح لیکي، د عامې روغتیا وزارت اړوند د مصنوعي تنفس هېڅ ډول اله په کابل او یا هم کوم ولایت کې نه ده غلا شوې.»

د ني ادارې په باور، هر کله چې د یوه څړنیز راپور په اړه د حکومت له خوا داسې غبرګونو را پورته شي، دا معنا ورکوي چې دولت فساد له منځه وړلو لپاره هېڅ اداره نه لري او غواړي چې ددې ډول راپورونو مخه ونیول شي او رسنیو له لارې خپاره نه شي.

سرچينې همدارنګه لیکلي:«د حکومت دا ډول غبرګونونه ددې سبب کېږي څو په راتلونکي کې هغه کسان چې په څېړنیزو راپورونو کار کوي، هغوی به هم د پژواک خبري اژانس په شان د ولسي جرګې او د ولسمشر لومړي مرستیال له چلند سره مخ شي.»

نی ودايي، د حکومت داسې غبرګونونه سانسور رامنځته کوي او د بیان ازادي خفک کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.