ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: حکومت دې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور نه اخلي.

مدني فعالان: حکومت دې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور نه اخلي.

author avatar
25 Jun 2020 - 17:39
مدني فعالان: حکومت دې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور نه اخلي.
author avatar
25 Jun 2020 - 17:39

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ۹۹): يو شمېر مدني فعالانو نن کابل کې د یوې اعتراضي غونډې پر مهال د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې له کرونا سره د مبارزې لپاره دې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور نه اخلي.

د افغانستان ملي شورا په دې وروستیو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د پیسو له نړیوال صندوق څخه د حکومت د ۱۷ میلیارده افغانیو پور اخیستو طرحه تصویب کړې ده.

نن د کابل ښار په شهرنو پارک کې د لسګونو مېرمنو په ګډون شاوخوا ۳۵۰ کسانو اعتراضي ناسته لرله او "موږ پور نه غواړو"،" زموږ هېواد مه پلوره" او "مرګ پر اختلاس کوونکو او قاچاقبرانو" شعارونه يې ورکول.

له اعتراض کوونو څخه د باور بنسټ مشر نجيب الله ازاد وويل چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق (IMF)څخه د پور اخيستل د افغانستان او افغانانو د پلورلو په معنی دي.

هغه زياته کړه، افغان حکومت د دې پر ځای چې له کرونا وېروس سره د مبارزې لپاره پور اخلي، ولې هغه پېسې چې په دې برخه کې مرسته شوي په سم ډول نه مديريت کوي او «ولې د غلا او قاچاق مخه نه نيسي؟»

دی وايي:"موږ واورېدل چې د طبي وسايلو په اخيستو کې ۱۵۰ ميليونه افغانۍ اختلاس شوی، پژواک خبري اژانس راپور خپور کړ چې ۳۲ د افغانانو ساه، د افغانانو ژوند(وینټلاټورونه) زموږ دښمن پاکستان ته قاچاق شول، هغه هېواد ته قاچاق شول چې هغه بېرته هغو کسانو ته اکسېجن ورکوي چې ما دلته وژني."

دپژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په داسې حال چې هېواد کې د کرونا ناروغان د اکسېجن د کمښت له امله مري، خو له افغانستان سره د کرونا ویروس مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس له مرسته شویو الو ۳۲ پاکستان ته قاچاق شوي او روغتیا وزارت يې پلټنه کوي.

دی زياتوي:"حکومت دې ملت ته دا وضاحت ورکړي چې که چېرې دوی د کرونا ويروس پر ضد د مبارزې لپاره دغه پور اخلي، نو دغه مې ستراتيژي ده، دغه مې پلان دی، چې دغه پور يې له مخې لګوم او د پور د ورکړې لپاره دغه پلان لرم؛ چې متاسفانه دا هېڅ څه نشته."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.