کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو او د حقاني شبکې په ۲۰۱۹ کال کې ترهګریز بریدونه زیات کړي، پوځیان او ملکي وکړي یې په نښه کړي دي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت دا څرګندونې د ترهګرۍ په اړه په خپل کلني راپور کې کړي چې تېره ورځ ناوخته یې خپور کړی دی.
ددغه راپور پر بنسټ، له دې سربېره داعش په افغانستان کې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې بریدونو ته دوام ورکړی دی.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان له پاکستان سره د فرضی کرښې او ایران سره د سرحد په ساتلو کې له ستر ازمون سره مخامخ دی.
سرچینې ټینګار کړی چې د "سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د کډ کاري پلان" د شتون سره سره چې د سرحدونو امینت یې یوه برخه ده د دواړو هېوادونو د سرحدونو د ساتلو او امنیت د ښه کېدو د چارو پرمختیا ورو وه.
راپور د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د لوړو او ژورو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې پاکستان ددغو مذاکراتو په برابرولو کې عمده رول لوبولی دی.
په راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کې امریکا او متحدینو یې ترهګرو ډلو ته په ماتې ورکولو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او د داعش د ډلې، القاعده شبکې او د ایران نیابتي ډلو ماتې یې د مثال په توګه یادې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن