د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني فعالان: حکومت دې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور نه اخلي.

مدني فعالان: حکومت دې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور نه اخلي.

Jun 25, 2020 - 17:39

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ۹۹): يو شمېر مدني فعالانو نن کابل کې د یوې اعتراضي غونډې پر مهال د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې له کرونا سره د مبارزې لپاره دې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور نه اخلي.

د افغانستان ملي شورا په دې وروستیو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د پیسو له نړیوال صندوق څخه د حکومت د ۱۷ میلیارده افغانیو پور اخیستو طرحه تصویب کړې ده.

نن د کابل ښار په شهرنو پارک کې د لسګونو مېرمنو په ګډون شاوخوا ۳۵۰ کسانو اعتراضي ناسته لرله او "موږ پور نه غواړو"،" زموږ هېواد مه پلوره" او "مرګ پر اختلاس کوونکو او قاچاقبرانو" شعارونه يې ورکول.

له اعتراض کوونو څخه د باور بنسټ مشر نجيب الله ازاد وويل چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق (IMF)څخه د پور اخيستل د افغانستان او افغانانو د پلورلو په معنی دي.

هغه زياته کړه، افغان حکومت د دې پر ځای چې له کرونا وېروس سره د مبارزې لپاره پور اخلي، ولې هغه پېسې چې په دې برخه کې مرسته شوي په سم ډول نه مديريت کوي او «ولې د غلا او قاچاق مخه نه نيسي؟»

دی وايي:"موږ واورېدل چې د طبي وسايلو په اخيستو کې ۱۵۰ ميليونه افغانۍ اختلاس شوی، پژواک خبري اژانس راپور خپور کړ چې ۳۲ د افغانانو ساه، د افغانانو ژوند(وینټلاټورونه) زموږ دښمن پاکستان ته قاچاق شول، هغه هېواد ته قاچاق شول چې هغه بېرته هغو کسانو ته اکسېجن ورکوي چې ما دلته وژني."

دپژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په داسې حال چې هېواد کې د کرونا ناروغان د اکسېجن د کمښت له امله مري، خو له افغانستان سره د کرونا ویروس مقابلې لپاره د مصنوعي تنفس له مرسته شویو الو ۳۲ پاکستان ته قاچاق شوي او روغتیا وزارت يې پلټنه کوي.

دی زياتوي:"حکومت دې ملت ته دا وضاحت ورکړي چې که چېرې دوی د کرونا ويروس پر ضد د مبارزې لپاره دغه پور اخلي، نو دغه مې ستراتيژي ده، دغه مې پلان دی، چې دغه پور يې له مخې لګوم او د پور د ورکړې لپاره دغه پلان لرم؛ چې متاسفانه دا هېڅ څه نشته."

د ده په وينا، د افغانستان دولت په تېرو ۱۴ کلونو کې ۱،۳ ميليارد ډالره له اسيايي بانک، نړيوال بانک، روسيې او يو شمېرو نورو هېوادونو پور اخيستي او ددې تر څنګ چې د پور پېسې ورکړل شي، دغو هېوادونو او بانکونو ته سود هم ورکوي او د پورونو د ورکړې لپاره افغان دولت هېڅ پلان او پاليسي نه لري.

د نوي څپرکي د بنسټ مرستيالې فاطمه حسيني هم یوه له اعتراض کوونکو وه. هغې  هم ورته څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه:"په روغتونونو کې زموږ هېوادوال د درملو او اکسيجن له نشتوالي د مرګ تر کومې رسېږي، خو د بهرنیو هېوادونو مرسته شويو پيسو زموږ وسايل او وینټلاټورونه پر پاکستان خرڅېږي او قاچاق کېږي."

حسيني وايي:"دا چې حکومت دومره پېسې پور اخلی، دغه پور به څوک ادا کوي او باید دا پور وانه خیستل شي.

د بلخ مدني فعال تاج الدين خرمهم د پور په اړه ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې که د پور اخیستو مخه ډب نه شي نو په ټول هېواد که به لاريونونه پیل شي.

ده پر حکومت غږ وکړ چې "دښمن هېواد"ته د قاچاق شويو وېنټلاټورونو غله او قاچاقبر ونيسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan