ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د ملي اردو لس سرتېري وژل شوي

author avatar
25 Jun 2020 - 17:08
author avatar
25 Jun 2020 - 17:08

زرنج (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹): د نیمروز سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د امنیتي پېښو پر مهال د ملي اردو لسو سرتېرو او دوو طالبانو وژل کېدو او څلورو نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي او وايي چې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

د نیمروز د خاشرود ولسوال عبدالجیل وطندوست پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه دوه بجې د خاشرود ولسوالۍ اړوند د پشته احسن پر منیتي پوستو برید وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ د سختې نښتې رامنځته کېدو لامل شو.

نوموړی وايي چې د دواړو خواوو په دې جګړه کې د ملي اردو اته سرتېري ووژل شول او یو بل ټپي شو او پوستې هم سقوط وکړ.

د سرچینې په خبره چې په دې نښته کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.

هغه وايي، یو ټانک چې د پوستې د ملاتړ په موخه سیمې ته لېږل شوی و، هم د سړک غاړې د ماین چاودنه پرې شوې چې له امله یې د ملي اردو دوه سرتېري په کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

وطندوست څرګنده کړه چې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، د نیمروز د ملي امنیت یوې سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل، یو کس یې چې د فراه ولایت اوسېدونکی دی د نشه يي توکونو او وسلو د پلور او پېر په تور نیول دی.

نوموړي وویل چې له دغه کس یې یوه اندازه نشه يي توکي او یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.