ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غور کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Jun 2020 - 16:57
په غور کې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Jun 2020 - 16:57

فېروزکوه (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹): په غور کې سمیه یزې سرچینې وایي چې د استېناف محکمې یو محرر د بډو اخیستو په تور نیول او بلخوا د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غور د امنیه قوماندانۍ سرپرست ویاند عبدالسمیع نژاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ساغر پر ولسوالۍ بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.

نوموړي وویل چې په دغه برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

همدازار د هغه په خبره، د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په لوېدیځو سیمو کې د امنیتي او ولسي پاڅون کوونکو په ګډو عملیاتو کې هم درې وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې په دغو نښتو کې څلور امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یوه بل خبر له مخې، د غور د محکې یو محرر د رشوت اخیستو په تور نیول شوی دی.

د غور د څارنوالۍ رییس عبدالمعروف فایق پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د استېناف محکمې یومحرر نن د لس زره افغانیو رشوت اخیستو په تور نیول شوی دی.

د غور د څارنوالۍ ریاست د استېناف محکمې مسوولینو پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار ددغه ولایت د استېناف محکمې یو محرر د رشوت په تور بالفعل نیول شوی دی.

هغه د یاد ولایت د استېناف محکمې د څارنوال په نوم له هغه کس څخه چې د نشه یي توکو پر قاچاق تورن و او د دغه محکمې له خوا هم بې ګناه پېژندل شوی و، رشوت اخیستی دی.

د هغه په خبره، یاد محرر د دغه ولایت د پولیسو، ملي امنیت او څارنوالۍ ریاست د استازو په حضور کې نیول شوی دی.

دی وایي چې له دغه کس څخه تحقیقات پیل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.