ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ۴۲ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا ویروس ۲۷۶ پېښـې ثبت شوي دی

تېرو ۴۲ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا ویروس ۲۷۶ پېښـې ثبت شوي دی

author avatar
26 Jun 2020 - 14:49
تېرو ۴۲ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا ویروس ۲۷۶ پېښـې ثبت شوي دی
author avatar
26 Jun 2020 - 14:49

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي، افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ویروس۲۷۶ مثبتې پېښـې ثبت شوي او له دې سره هېواد پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۴۵۱ ته لوړه شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۹۳۲ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ۲۷۶ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي، د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۰۴۵۱ته لوړه شوه.

معلومات ښيي چې په تازه ثبت شويو پېښو کې ۷۱ په کابل، ۲۷ په پکتيا، ۲۷ په هرات، ۲۵ په تخار،۲۳ په باميان،۲۰ په کندوز،۱۷بلخ،۱۲ ګندهار،۱۰ په ننګرهار،اته په لغمان، اووه په بدخشان، اوه زابل، اوه نیمروز، شپږ ارزګان،، درې په کونړ، دوه پنجشیر، دوه په ميدان وردګو، دوه په لوګر ولايتونو کې دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۳۲ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له دغې ناروغۍ څخه د بېرته روغو شويو کسانو شمېر۱۰۳۰۶ ته لوړه شوی.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له امله اته تنه مړه شوي او دې سره له دغې ناروغۍ د مړو شویو شمېر ۶۸۳ ته ورسېد.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې افغانستان کې د کرونا ویروس ثبت شوې پېښې مخ په کمېدو دي.څه موده مخکې د دغې ناروغۍ د ثبت شویو ورځنیو پېښو شمېر نږدې زرو ته رسېدلی و.

دا په داسې ده چې پر دغه ناروغۍ ډېر اخته کسان روغتونونو ته مراجعه نه کوي او نه ثبت کیږي.

درې ورځې وړاندې د «باور ځواک» په نوم د یوه بنسټ سروې وښوده چې په افغانستان کې لس ميليون کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.