ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: د کابل ارغندۍ کې نهه طالبان وژل شوي او لس نیول شوي

دفاع وزارت: د کابل ارغندۍ کې نهه طالبان وژل شوي او لس نیول شوي

author avatar
26 Jun 2020 - 21:20
دفاع وزارت: د کابل ارغندۍ کې نهه طالبان وژل شوي او لس نیول شوي
author avatar
26 Jun 2020 - 21:20

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۹) : د ملي دفاع وزارت وایي چې امنیتي ځواکونو په پغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي دي.

د یاد وزارت لخوا د چنګاښ په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، دا عملیات وروسته له هغه ترسره شوي چې وسله والو طالبانو د پغمان ولسوالۍ اړونده د ارغندۍ په سیمه کې پر دولتي ځواکونو بریدونه وکړل.

سرچینې زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لس تنه نور یې ژوندي نیول شي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

د ذبیح الله په نامه د سیمې یو تن اوسیدونکي پژواک ته وویل چې نن ټوله  ورځ هلته عملیات روان وو او له کابل څخه هم  سیمې ته قوه ورغلې وه.

خو نوموړي په عملیاتو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.