کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۹) : د ملي دفاع وزارت وایي چې امنیتي ځواکونو په پغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي دي.
د یاد وزارت لخوا د چنګاښ په ۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، دا عملیات وروسته له هغه ترسره شوي چې وسله والو طالبانو د پغمان ولسوالۍ اړونده د ارغندۍ په سیمه کې پر دولتي ځواکونو بریدونه وکړل.
سرچینې زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لس تنه نور یې ژوندي نیول شي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
د ذبیح الله په نامه د سیمې یو تن اوسیدونکي پژواک ته وویل چې نن ټوله ورځ هلته عملیات روان وو او له کابل څخه هم سیمې ته قوه ورغلې وه.
خو نوموړي په عملیاتو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن