ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۱۶۵ تازه پېښې ثبت شوې او ۳۶۸ کسان ترې روغ شوي

افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۱۶۵ تازه پېښې ثبت شوې او ۳۶۸ کسان ترې روغ شوي

author avatar
27 Jun 2020 - 13:18
افغانستان کې تېر ۲۴ ساعته د کرونا ۱۶۵ تازه پېښې ثبت شوې او ۳۶۸ کسان ترې روغ شوي
author avatar
27 Jun 2020 - 13:18

کابل (پژواک، ٧چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٦٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر۳۰۶۱۶ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د چنګاښ په اوومهد عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٢٩شکمنې پېښې ازمايل شوېچې١٦٥يې مثبتې دي.

سرچينهوايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر۳۰۶۱۶ته لوړ شو.

سرچينه زياتوي چې له دغو پېښو ٣٤ په پکتيا، ٢٧ په هرات، ٢١ په غزني، ١٩ په کندهار، ١٧ په پکتيکا، لس په خوست، اته په نورستان، اووه په ننګرهار، اووه په بلخ، اووه په لغمان، څلور په هلمند، درې په اروزګان او يوه هم په سمنګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

خو په دې خبرپاڼه کې په کابل کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس د نوو مثبتو پېښو او مړه شوو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي خو زياته شوې ده چې په تېره يوه شپه ورځ کې په کابل کې ١١٧ کسان له کرونا ويروسه بېرته ښه شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٦٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۱۰۶۷۴ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دغه ويروسه د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧٠٣ته ورسېد.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ پر کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د باور ځواک په نوم يوه بنسټ سروې اعلان کړه چې له مخې يې په افغانستان کې يو ميليون کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.