ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا کې تېر ۲۴ ساعته ۴۵زره کسان پر کرونا اخته شوي

امریکا کې تېر ۲۴ ساعته ۴۵زره کسان پر کرونا اخته شوي

author avatar
27 Jun 2020 - 11:39
امریکا کې تېر ۲۴ ساعته ۴۵زره کسان پر کرونا اخته شوي
author avatar
27 Jun 2020 - 11:39

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹): د راپورونو له مخې، په امریکا کې په یوه ورځ ۴۵زره کسان پر کرونا اخته شوي چې ورسره په دغه هېواد کې د ټولو ناروغانو شمېر نږدې دوه نیم میلیونه کسانو ته ورسېد.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر نهه میلیونه او نږدې ۹۰۰زرو ته رسېدلی دی.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه پنځه میلیونه او ۳۰۰زره کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تر اوسه ۴۹۵زره کسان له کرونا مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني او یو سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵زره کسان پر کرونا اخته شوي چې په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر دوه نیم میلیون کسانو ته رسېدلی او ۱۲۷زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته یو میلیون او ۲۸۰زره کسان پرې اخته او ۵۶زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسیه په درېیم مقام کې ده، هلته ۶۲۰زره کسان پرې اخته، خو یواځې څه باندې اته نیم زره کسان مړه شوي دي.

له یادو هېوادونو وروسته په هندوستان کې هم کرونا په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او هلته د ناروغانو شمېر ۵۰۰زرو ته رسېدلی او ۱۵زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز هسپانیه، برېتانیا، ایټالیا، هندوستان فرانسه، هندوستان، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې د کرونا ناروغانو او مړو شمېره په کې ډېره ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.