ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۵۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

حکومت: طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۵۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
27 Jun 2020 - 14:36
حکومت: طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۵۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
27 Jun 2020 - 14:36

کابل  (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د خپلو تحرکاتو او تاوتریخوالي په پایله کې ۵۱ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادې شورا له خوا د چنګاښ په ۷مه، یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو له لوري دغه مرګ ژوبله په ۱۴ ولایتونو کې ملکي وګړو ته اړول شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښو کې ۲۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او او ۳۰ نور ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو په هدفمنده توګه په ټول هېواد کې د ملکي خلکو وژلو ته دوام ورکړی او تېره اوونۍ یې تر ټولو ډېر ولسي تلفات په تخار ولایت کې اړولي دي.

د ملي امنیت شورا ویلي، د سولې په روانه پروسه کې د طالبانو له لوري د ملکي خلکو د تلفاتو  ودرول او د تاوتریخوالی کمول د عامو افغانانو، د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې اساسي غوښتنې دي او مهمه ده چې، دې غوښتنې ته په پام سره طالبان ژر تر ژره د مسلمانو او بې دفاع افغانانو له وژلو لاس واخلي.

سرچینې زیاته کړې چې د ملکي خلکو وژل غیر انساني، د اسلام خلاف او له ټولو  جګړیزو قواعدو سره په ټکر کې عمل دی.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ هم د ملي امنیت شورا ویلي وو، چې په مخکنۍ اوونۍ کې طالبانو ۱۴۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.