ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د میدان وردګو مرکز کې د دولتي ځواکونو په چاپه او ډزو کې درې ټپیان شوي

author avatar
27 Jun 2020 - 16:06
author avatar
27 Jun 2020 - 16:06

کابل(پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹): د میدان وردګو د مرکز اوسېدونکي شکایت کوي چې دولتي ځواکونه یې پر کورونو ډزې کوي له تېرې شپې راهیسې هم د دغو ځواکونو په چاپه او ډزو کې دری ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار د تورو تېږو نومي سیمې اوسېدونکی ډاکتر نجم الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د هغه پر کور چاپه ووهله.

دی وايي:"د شپې يوه بجه وه، په دري ژبه يې راته وويل چې دروازه راخلاصه کړه، ما ورته وويل چې د شپي څوک چاته د کور دروازه نه خلاصوي، تاسو څوک ياست؟ هغه راته وويل چې خلاصه کړه دروازه بې ناموسه؛ بیا یې دروازې ته ماين کېښود، کورته راننوتل."

دغه ۵۰ کلن ډاکټر زياتوي:"څنګه چې کور ته راننوتل د ټولو په وهلو يې پيل وکړ، زه يې په سپينه ږيږه ووهلم او څه يې چې پر خوله راتلل راته ويل يې؛ زامن مې چې له پوهنتونونو فارغ انجنيران او حقوقپوهان دي، ډېر سخت یې په کنداغونو ووهل او يو زوی مې هغه وخت ټپي شو چې دوی زموږ د کلا دروازې ته ماين کېښود او دروازه یې والوځوله."

هغه شکایت کوي چې دولتي ځواکونه د خلکو پر کورونو ډزې کوي.

دی زياتوي:"همدا نن [د مرکز اړوند] د علم کوريو سیمې د ميرزا ماما په کور کې هاوان ولګېد او د کورنۍ دوه کسان يې ټپيان شول."

دی وایي چې د هاوان دغه مرمۍ د دولتي ځواکونو له خوا توغول شوې ده.

دغه راز د ميدان وردګو د مرکز اړوند د کشميري کلا اوسېدونکی عبدالرحمن وايي:"نور تر پزې راغلي يو، ګزمه راشي پرته تر دې چې څوک ډز پرې وکړي پر ملکي کورونو د دهشکې ماشه راټيټه کړي."

دی دعوه کوي چې د پسرلي په تېرو دريېو مياشتو کې د ميدانښار په څو لنډو کليو کې اته کسان په ورته ډزو کې وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

هغه وايي:"تر لوی خدای پرته نور هېڅوک نشته چې زموږ عرض واوري، عسکرو موږ ته وويل چې موږ ته امر شوی چې له مخې يې وولئ."

د میدان وردګو د عامې روغتيا رياست مشر ډاکټر محمد سالم اصغرخېل پژواک ته وويل چې نن ولايتي روغتون ته څلور  ټپيان وروړل شوي دي.

دی وايي:"يو کس تېره شپه د تورو تېږو په سيمه کې د شپنيو عملياتو پر مهال ټپي شوی، دوه نارينه نن سهار د علم کوريو په سيمه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ټپيان شوي او بل کس د ميدان ښار په بازار کې ټپي شوی و؛ دغه څلور کسان ټپيان راوړل شوي او د ټولو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دئ."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.