د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تاريخي ابدو د بیارغولو د ١٢ پروژو قراردادونه لاسليک شول

د تاريخي ابدو د بیارغولو د ١٢ پروژو قراردادونه لاسليک شول

Jun 27, 2020 - 18:13

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹) : د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ١٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت د تاريخي ابد و د ترميمولو د١٢ پروژو تړونونه د ملي پراختيا شرکت له اجرايي رييس سره لاسليک کړل .

د یاد وزارت له خوا د چنګاښ په ۷مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه تړون دلاسليک کولو په مراسمو کې د دواړو ادارو نورو مسوولینو هم ګډون درلود.

سرچینې زیاته کړې، داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست وويل چې ددغه تړون لاسليک کول په هېواد کې د تاريخي او لرغونو ابدو دترميمولو په لاره کې يوارزښتناک ګام دى .
هغه ویلي، د دغه قرارداد له مخې ، دهېواد په ٧ ولايتونوکې له يوې واحدې منبع څخه د ١٢٢ميليونو افغانيو په لګښت دتاريخي ابدو دترميمولو ١٢ پروژې عملي کېږي .
زهیر ټينګاروکړ چې دهېواد په زياتو ولايتونوکې تاريخي ابدې دخطر په حالت کې دي ، ترميمولو ، ساتنې او پاملرنې ته اړتيا لري .

دغه راز محمد طاهر زهير دهېواد په ولايتونوکې له اړوندو مسوولينو څخه هم وغوښتل چې د تاريخي ابدو دترميمولو په خاطر له تطبيقوونکي ساختماني شرکت سره لازمه همکاري او همغږي ولري .
د ملي پرمختيا شرکت اجراييوي رييس عبدالرحمان عطاش هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په تېره بيا دتاريخي ابدو دساتنې اوترميمولو رياست له اړوندو مسوولينو سره به په همغږى دهغوتاريخي ابدو دترميمولو کار چې په قرارداد کې ليکل شوي دي په ښه ډول ترسره کړي .
سرچینې زیاته کړې چې په دغو پروژو کې په سمنګانو کې د تخت رستم ترميمول ، دنيمروز دچګني قلعه اساسي ترميمول ، دکندوز دامام صاحب بندر دشهيد حاجي جومات د ودانۍ ترميمول ، دهلمند دطاق بست اساسي ترميمول ، دهلمند دبست قلعه د ابن حبان بستي د زيارت دودانۍ ترميمول، د مرکز چاى بـست دننوتلو دلارې ترميمول ، دهلمند دبست قلعه د تنور يخچال ترميمول ، دهرات په زنده جان ولسوالۍ کې د محمد غازي دارامګاه اساسي ترميمول ، په هرات کې دمزاد خان دډنډ ترميمول ، دکابل ښار په اوومه ناحيه کې دقلعه فتوح بڼ دجومات ترميمول ، اودفارياب په اندخوی ولسوالۍ کې دشهباز خان دمدرسې ترميمول شامل دي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan