ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وينټلاټورنو څار: هلمند کې اته نه بلکې دوه وېنټلاټورونه شته

د وينټلاټورنو څار: هلمند کې اته نه بلکې دوه وېنټلاټورونه شته

author avatar
27 Jun 2020 - 18:41
د وينټلاټورنو څار: هلمند کې اته نه بلکې دوه وېنټلاټورونه شته
author avatar
27 Jun 2020 - 18:41

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ۹۹): ولایتي چارواکي وايي، عامې روغتیا وزارت هلمند ولایت ته دوه وېنټلاټورونه ورکړي چې هغه هم د ګټې اخيستنې وړ نه دي، خو دغه وزارت په هلمند کې د اتو دا ډول الو د شتون خبر ورکړی دی.

وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس پاکستان ته د ۳۲ وينټلاټورونو د قاچاق راپور خپور کړ، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال شفیق شهیم د چنګاښ په درېیمه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ناروغانو د موجوده بسترونو د اړتیا پر بنسټ وېنټلاټورونه شتون لري.

د عامې روغتیا وزارت د دغو ۲۲۵ وېنټلاټورونو نوملړ له رسنیو او ارګ سره شریک کړی دی. د دغه نوملړ له مخې دغه (۲۲۵) د مصنوعي تنفس الې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې دي.

د دې سند له مخې، هلمند ولایت پسې شپږ وینټلاټورونه ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د یوه بل سند له مخې، وروسته له دغو شپږو وینټلاټورونو څخه هلمند پسې دوه نورې دغه د مصنوعي تنفس الې هم ثبت شوي چې له دې سره په دغه ولایت کې د ټولو دغو الو شمېر د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اتو ته رسېږي.

خو د هلمند ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالاحد حازم پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د عامې روغتیا وزارت له خوا دغه ولایت ته دوه وینټلاټورنه د روان کال د غبرګولي په ۱۵مه لېږل شوي چې هغه هم د ګټې اخیستنې وړ نه دي.

ده زیاته کړه:« زموږ څو کسانو ته د ډيجیتل ماشینونو زده کړې ورکړل شوې وې او یاد دوه راوړل شوي ماشینونه انالوګ وو، خپله یې اکسیجن نه تولېداوه، موږ باید د اکسیجن ډبه ورته تړلې وای، څوک یې په ګټه اخیستنه هم نه پوهېده نو موږ له هغو ماشینونو څخه هېڅ ګټه نه ده اخيستي.»

خو یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې پر دغو دواړو وېنټلاټورونو د جمهوریت روغتون نوم لیکل شوی و، هلته استهلاک شوي او وروسته له هغه هلمند ته لېږل شوي چې د ګټې اخیستنې وړ نه دي.

پژواک ته یو سند په لارس ورغلی چې په هغه کې د هلمند والي محمد یاسین د سیمه ییزو ارګانونو د شکایتونو دفتر ته لېږلی او په دغه سند کې راغلي:«موږ ته د عامي روغتیا وزارت له خوا دوه وینټلیټرونه راکړل شوي دي خو هغه ډېر پخوانی سیستم لروونکي دي، پر موږ حساب دي خو قابل د فعالیت نه دي او موږ دا مهال ډېر سخت ضرورت لرو که څه هم موږ د ولایتي بودیجې څخه دوه پایې په قرار داد کې نیولي دي، خو وضعیت ته په کتو دا بسنه نه کوي که مرکز هم دې برخه کې توجه وکړي نوږ ډېر به ښه شي.»

په هلمند کې د کرونا ناروغۍ د ځانګړې کمېټې غړی زین الله ستانکزی وایي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا هلمند کې له کرونا ویروس د مبارزې لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې.

هغه وویل چې تېره ورځ (د چنګاښ شپږمه) پر دغو پیسو ۱۶۲  قلمه توکي پېرل شوي چې په دغو توکو کې دوه د وینټلاټورو الې هم شاملې دي.

ده زیاته کړه، چې دغه دوه ماشینونه پرون د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شول. دغه دواړه ماشینونه چینایي دي او (۳۹۱۵۰۶۱۱۲) او (۳۹۱۵۰۶۱۱۴) یې سریال نمبرونه دي.»

هغه هېله څرګند کړه چې وروسته له دې به د دغو دوو ماشینونو په اخیستو سره د خلکو ستونزې تر ډېره حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولایت یو مدني فعال ولي خان وایي چې دغه ولایت کې د فعال وینټلاتور د نه شتون له امله پر کرونا ویروس اخته کسان له ستونزو سره مخ دي.

ده زیاته کړه:« دوه ماشینونه دي، که درې دي، که خراب دي، که خلک یې په ګټه اخیستنه نه پوهېږې، دا د خلکو ګناه نه ده، د دې غم باید عامې روغتیا وزارت خوړلی وای، خو د نشتون له امله یې خلک ساه ورکوي.»

ده له عامي روغتیا وزارت او د محلي ادارې له چارواکو څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې د دغې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي. 

د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني د چنګاښ په څلورمه پر خپله ټویټرپاڼه له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو موسسو د وینټلاټورونو د مرستې نوملړ خپور کړی وه.

د هغه نوملړله مخې چې روغتیا وزارت خپور کړی، تر اوسه ۵۴ د مصنوعي تنفس الې مرسته شوي چې ۸ یې روغتیا نړیوال سازمان، لس ترکیې، یو وينټلاټور د ترکیې د ټیکا په نوم موسسې، دوه ایران او ۷ نورې الې د قطر هېواد د الغرافه په نوم موسسې مرسته کړې. په نوملړ کې د ۲۶ نورو دغو الو د مرسته کوونکو بنسټ او هېواد نه دی ښودلی.

د دغه نوملړ له مخې، له یادو ۵۴ وينټلاټورونو څخه ۳۰ الې ۱۳ ولایتونو ته او ۲۴ نورې په مرکزي زېرمتون کې دي.

خو د چنګاښ په درېیمه د پژواک د خپاره شوي راپور له مخې، د عامې  روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور له قوله راغلي چې چین د څلورو وینټلاټورونو، ترکیې د درېیو، ایران د درېیو او د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۷نورو مرسته کړې ده.

 د پژواک د وينټلاټورنو د څارنې د لړی درېیم راپور.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.