کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹) : وسله والو طالبانو ویلي چې نن يې په بدخشان ولایت کې د افغانستان د حکومت ۳۴ تنه بندیان خوشې کړي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د چنګاښ په ۷مه، په ټویټر کې لیکلي دي چې په خوشې شویو بندیانو کې پولیس او د ملي اردو سرتیري شامل دي.
د هغه په وینا، دوی سره یې مرستې هم کړي او کورونو ته یې لیږدولي دي.
سهیل شاهین نور معلومات نه دي ورکړي چې تر اوسه څو تنه دولتي بندیان یې خوشې کړي خو د وروستیو راپورونو له مخې طالبانو شاوخوا شپږ نیم سوه دولتي بندیان خوشې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون له مخې له بین الافغاني مذاکراتو مخکې باید دولت د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان ددولت زر تنه بندیان خوشې کړي.
په لومړیو کې د بندیانو په خوشې کولو کې ستونزې وې، خو اوس دا پروسه تیزه شوې ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې دیوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې د افغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو ۳۸۹۵ تنه بندیان خوشې کړي دي.
هغه پر طالبانو تور ولګاوه چې د سولې لپاره رغنده اقدامات نه کوي چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات د ځنډ او خنډ ښکار شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن