د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي

Jun 27, 2020 - 12:14

جلال اباد (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹): په ننګرهار ولایت کې د درېیو موټرو ترمنځ د ټکر له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند ویاند عطاءالله خوږیاڼي د چنګاښ په ۷مه پژواک اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه چې په یاده سیمه کې درې کرولا موټروټکر کړی چې د درې واړو موټرو سپرلي ټپیان شوي دي.

خوږیاڼي وویل چې په دې پېښه کې د څلورو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

د والي ویاند وویل چې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي، څلور مېرمنې په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او نوررخصت شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan