ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېل ختيځ زون خبريالان: د امنيتي او تحقيقي مسايلو په اړه معلومات نه راکول کيږي

د سوېل ختيځ زون خبريالان: د امنيتي او تحقيقي مسايلو په اړه معلومات نه راکول کيږي

author avatar
28 Jun 2020 - 16:33
د سوېل ختيځ زون خبريالان: د امنيتي او تحقيقي مسايلو په اړه معلومات نه راکول کيږي
author avatar
28 Jun 2020 - 16:33

ګردېز (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۹): سوېل ختيځ زون کې د بېلابېلو نړيوالو، ملي او سيمه ييزو رسنيو خبريالانو د يوه خبري کنفرانس پر مهال نيوکه وکړه چې ادارې ور سره په امنيتي او تحقيقاتي برخو کې معلومات نه شريکوي او دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی له اړوندو بنسټونو په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي او وايي چې که حالت همداسې دوام وکړي، نو له يادو ادارو سره به پرېکون وکړي.

د پکتيا پرېس کلب مشر او په سوېل ختيځ کې د آريانا نيوز خبريال فريدالله احمدزی وايي چې له خبريالانو سره د مسوولينو له خوا د معلوماتو شريکولو او مرکو ته حاضرېدو برخه کې لا هم ستونزې شته دي.

احمدزي وويل: ((متاسفانه دلته د ولايتي او امنيتي مسوولينو له خوا په ټوله کې د هغو برخو معلوماتو ته لاسرسی سخت دی، چې د ټولنې اړتيا ده او خبريال غواړي، کار پرې وکړي. امنيتي محرم معلومات نه غواړو، خو نور معلومات زموږ او د خلکو حق دی.))

په ياد زون کې د شمشاد تلوېزيون خبريال حکمت نيازی وايي چې له تېرو شاوخوا دوه مياشتو راهيسې په پکتيا او شاوخوا ولايتونو کې جګړه زياته شوې، خو ځينې مهال آن يوه ورځ وروسته له رامنځته شويو پېښو خبر ورکول کيږي.

نيازي زياته کړه: ((په سوېل ختيځ زون، خصوصا پکتيا کې معلوماتو ته لاسرسی بېخي سخت شوی، حتی موږ ۴۰ ساعته وروسته خبريږو، چې پکتيا يا کومه بله اړونده سيمه کې پېښه شوې ده. نه پوهيږو چې چارواکي په همدې خپلې نيمګړتياوې پټوي چې موږ سره معلومات شريک نه کړي، که څنګه؟.))

د پکتيا د سيمه ييزو رسنيو په استازيتوب عمر عادل بيا نيوکه کوي چې ډېری ادارې ملي او نړيوالو رسنيو ته ډېر ارزښت ورکوي، خو له سيمه ييزو رسنيو سره يې همکاري خورا کمه ده.

عادل وايي: ((سيمه ييزې رسنۍ په هماغه سيمه کې ډېر ارزښت لري، ډېر اورېدونکي لري. هغوی ته په هغه کچه چې بايد اهميت ورکړل شي، نه دی ورکړل شوی، خصوصا د امنيتي برخې مسوولين مرکو ته نه حاضريږي، په داسې حال چې په دې اړه دخلکو غوښتنې او پوښتنې وي.))

د پکتيا سرپرست والي عبدالولي سهي د پکتيا پرېس کلب رسنيز فعاليتونه ګټور او اړين بولي او ټينګار کوي چې په دې برخه کې به د شته ستونزو حل لپاره ټولو ادارو ته جدي لارښوونه وکړي.

سهي پژواک ته وويل: ((خبريالانو ته به له اصولو سره سم ټول معلومات پر وخت ورکول کيږي او که څوک همکاري ونه کړي، زموږ پر وړاندې به ملامت وي. تحقيقاتي برخه يوازې د رسنۍ يو پروګرام نه دی، بلکې زموږ لپاره هم بهتره ده او د ادارې په اصلاح کې مرسته کوي.))

تېره اوونۍ حکومت هم د رسنيو په قانون کې د تعديل خبره کړې وه، چې د خبريالانو او مدافع بنسټونو له نيوکو سره مخ شوې او وايي چې ياده چاره پر رسنيو د محدوديت لګولو په معنی ده.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له مخې، ټولې دولتي ادارې مکلفې دي چې له محرمو اسنادو پرته پر وخت او کره اطلاعات له رسنيو سره شريک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.