ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خبريالانو د فساد پر وړاندې مبارزه کې د پژواک اژانس ملاتړ وکړ

د ننګرهار خبريالانو د فساد پر وړاندې مبارزه کې د پژواک اژانس ملاتړ وکړ

author avatar
28 Jun 2020 - 15:14
د ننګرهار خبريالانو د فساد پر وړاندې مبارزه کې د پژواک اژانس ملاتړ وکړ
author avatar
28 Jun 2020 - 15:14

جلال اباد (پژواک، ۸ چنګاښ۹۹): د ننګرهار ولايت خپلواکو ژورنالېستانو په يوه غونډه کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې د پژواک اژانس ملاتړ وکړ او د هغه راپور ستاينه يې وکړه چې د ونټلاټورونو د قاچاق په تړاو يې خپور کړی و.

دوی دغه راز د رسنيو قانون د تعديل له طرحې سره هم مخالفت څرګند کړ او ټينګار يې وکړ چې په دغه قانون کې د هر راتلونکي تغيير لپاره بايد د ولايتونو د خبريالانو نظر واخیستل شي.

ځایي خبریالان د چنګاښ په ۸مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې راټول شوي وو او په هېواد کې يې د څېړنيز ژورناليزم د ودې لپاره له حکومت څخه وغوښتل چې خبريالانو ته پر وخت معلومات او اطلاعات ورکړي.

په ننګرهار کې د خپلواکو خبريالانو ټولنې مشر رحمت الله زيارمل وويل، پژواک چې په کومه برخه کې څېړنه کړې او يوې سترې غلا يا چور اسناد يې له خلکو سره شريک کړي، د ننګرهار خپلواک خبريالان يې هرکلی کوي او نور خبريالان او رسنۍ هم هڅوي چې دغه برخه کې کار وکړي.

هغه زياته کړه: (( په هيڅ صورت موږ ته د رسنيو قانون تعديل طرحه د منلو نه ده او له خپل دريځ څخه به يو لويشت هم شاته نه شو، که تعديل راځي بايد د ولايتونو د خبريالانو نظر په کې واخیستل شي، په دغه برخه کې هیڅ معامله نه منو.))  

په ختيځ کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد وويل چې د رسنيو قانون د تعديل طرحه کې له رسنيو ازادي اخیستل شوې او خوښي يې وښوده، چې د ولسمشر له لوري ځنډول شوې او د بيا کتنې امر يې شوی دی.

هغه همدا راز د پژواک خبري اژانس د وروستي تحقيقي راپور او د يادې ادارې له دريځ څخه ملاتړ وکړ او پر خبريالانو يې غږ وکړ، چې د فساد مخنيوي په موخه څېړنيز راپورونه جوړ کړي.

په ننګرهار کې د تهران غږ راډيو خبريال محمد اصف شينواري د پژواک د راپور ملاتړ وکړ او له حکومت يې وغوښتل که رښتيا هم د فساد پر وړاندې مبارزه کول غواړي، نو له پژواک سره دې همکاري وکړي، د بېلابېلو برخو معلومات دې ورسره شريک کړي چې خلکو ته حقيقت ورسول شي.

په ننګرهار کې د بي بي سي خبريال ذبیح الله رحیمزي هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د ټولو هغو رسنيو ملاتړ بايد وشي چې د فساد پر وړاندې مبارزه کې څېړنيز ژورناليزم مخته وړي.

د خبريالانو په استازيتوب د امريکا غږ خبريال ضیاء الرحمن حسرت د رسنيو قانون د تعديل طرحې کې د هېواد ټولو ولايتونو د خبريالانو د نظر اخيستنې او د پژواک خبري اژانس له دريځ څخه د ملاتړ په موخه پرېکړه ليک ولوست، چې د ټولو خبريالانو له لوري لاسليک او له حکومت څخه يې د منلو غوښتنه وشوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د خبريالانو له لوري د ټولو هغو راپورونو او څېړنيزو راپورونو د جوړولو ملاتړ وکړ، چې پر حقايقو ولاړ او د فساد ضد وي.

دغه راز غونډې ته د ټیلېفون پر ليکه د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل له خبريالانو مننه وکړه چې د پژواک د راپور ملاتړ کوي او ټينګار يې وکړ که د خلکو د خير لپاره کار کوئ نو بايد څېړنيز ژورنالېزم ته مخه کړئ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.