کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۹) : په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست ویلي چې په افغان حکومت کې د فساد د زیاتوالي په اړه راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي.
د امریکا د سفارت شارژادفیر راس ویلسون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په دې وروستیو کې نړیوالو بنسټونو معتبر راپورونه خپاره کړي چې په افغانستان کې د فساد د ډېروالي ښکارندويي کوي.
دده په خبره، دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او ژر تر ژره دې افغان حکومت په دې برخه کې اړین او پیاوړي اقدامات وکړي.
د امریکا د سفارت سرپرست ویلي، له فساد سره مبارزه د دوی لومړیتوب او مهم ماموریت دی خو پر افغان حکومت یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره خپله تګلاره مشخصه کړي.
تر دې وړاندې سیګار، ملګرو ملتونو او د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ هم په افغانستان کې ډېرېدونکی فساد د جدي اندېښنې وړ بللی او له حکومت یې غوښتي چې د فساد د ختمولو لپاره دې خپله نوې تګلاره اعلان کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن