ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت عامه کتابتون جوړیږي

میدان وردګو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت عامه کتابتون جوړیږي

author avatar
28 Jun 2020 - 16:40
میدان وردګو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت عامه کتابتون جوړیږي
author avatar
28 Jun 2020 - 16:40

ميدانښار(پژواک، ۸ چنګاښ ۹۹): د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په اوږدو کې د عامه کتابتون درې پوړییزه ودانۍ جوړېږي.

د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره نن په ميدانښار کې کېښودل شوه.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد بشیرمحمدي په دغو مراسمو کې وویل چې دغه کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه په درېیو پوړونو کې د یوه کال په جریان کې جوړیږي چې د ادبي، هنر او فرهنګي غونډو لپاره به لوی تالار هم ولري.

د ده په وينا، په دغه کتابتون کې به په یو وخت کې۳۰۰ کسان وکولای شي مطالعه وکړي.

د میدان وردګو د والي مرستيال تاج محمد عمري د دې ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو وويل چې په ټولنه کې له شته ستونزو او ناخوالو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره زده کړه او له کتاب سره ملګرتیا ده.

هغه پر خلکو غږ وکړ، چې خپل اولادونه زده کړو او کتاب لوستلو ته وهڅوي ترڅو ټولنه له ستونزو او ناخوالو څخه خلاصه شي.

ده زیاته کړه:" موږ پلان لرو چې په ټولو ولسوالیو کې د کتاب لوستلو لپاره کتابتونونه جوړ کړو او د ولایت په ټولو سیمو کې تاریخي ځایونه د رغېدو لپاره سروې کوو ترڅو په ملي پارکونو بدل شي."

د میدان ودرګو د ولایتي شورا غړي ډاکټرعصمت الله عاصم هم د کتابتون جوړېدل په دغه ولايت کې د علمي پراختيا لپاره يو ستر ګام وباله او ويې ويل چې د میدان وردګو ټول ځوانان او خلک د زده کړې مینه وال دي او دغه عامه کتابتون به یې د کتاب لوستلو فرهنګ نور هم پیاوړی کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.