د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مېک: په ګمرکونو او عوایدو کې لاسوهنو فساد رامنځته کړی

مېک: په ګمرکونو او عوایدو کې لاسوهنو فساد رامنځته کړی

Jun 28, 2020 - 16:59

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ۹۹):د مېک کمېټې راپور ښیي چې په ګمرکونو او عوایدو کې لاسوهنې د فساد لامل شوې، په مالیې وزارت کې په ګومارنو کې له طرزالعملونو سرغړونه او د وارداتو او صادراتو په شمېرو کې د پوښتنې وړ توپیر لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولی په ۱۴مه پژواک خبري اژانس یو راپور خپور کړ چې په مالیې وزارت کې یو کس په ناقانونه ډول دمالیاتي شخړودحل بورډ دمشرپه توګه ګومارل شوی اوځینيوکیلان وایي چېپه دغه وزارت کې د «معاملو»له مخې ګومارنې کېږي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې نن د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ریاست اړوند د اداري فساد د زیان مننو د ارزونې راپور خپور کړ.

د مېک ددارالانشا رییسمیوندروحاني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه راپورپنځه میاشتې مخکې چمتووخو خپرېدل یې ځکه وځنډېدل چې د قانون حاکمیت عالي شوراله خوادخپرولولپاره په اجنډاکې نه نیولکېده.

ده له پژواک خبري اژانسه مننه وکړه چې ددې ستونزې په تړاو یې مخکې راپورخپورکړی دی.

پژواک د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۸مه د «سرچینه: د فساد پټولو په موخه د تدارکاتو په اړه د مېک راپور خپرولو مخنیوی کېږي» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ.

روحاني هغه مهال ویلي وو چې د تدارکاتو پرراپور سربېره د مالیې وزارت په اړه هم د مېک راپور بشپړ دی، خو د دواړو خپرول ځکه ځنډېدلي چې د ولسمشر فرمان او د فساد پر وړاندې د مبارزې او د قانون حاکمیت عالي شوراد ۱۳۹۶ کال د شپږمې مصوبې له مخې باید د مېک کمېټه هر راپور یو ځل له هغوی سره شریک کړي او وروسته له هغه خپور شي.

روحاني نن د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ریاست اړوند د اداري فساد د زیان مننو د ارزونې راپور خپرولو پهناسته کې وویل چېیاده ارزونه د ۲۰۱۹ کال له جونه تر نومبر میاشتي ترسره شوې ده.

د زورواکو او نورو لاسوهنې

روحاني وویل، د اداري فساد د ارزونې ددغه راپور په موندونو کې راغلي چې د ګمرکونو او عوایدو په ریاست کې د مرکزي او ولایتي حکومتي چارواکو، د ملي شورا غړو او د جنګي زورواکو څرګندې لاسوهنې د ادارې فساد لامل شوې او د اداري فساد په دې کړنو کې د انفرادي او سازمان شوي قاچاق د رشوت غوښتنه او اخیستنه او همدارنګه د ګمرکي او عایداتي ادارو د کارکوونکي پر وړاندې له زور او ګواښه کار اخیستل شامل دي.

ده له جزئیاتو ورکولو پرته وویل:«په اکثرو ولایتونو کې چارواکي، وکیلان، محلي زورواکي له ګمرګونو څخه حق اخلي، اخطار ورکوي او د نه ورکولو په صورت کې ګواښونه ورته کوي.»

په ګومارنو کې له طرزالعملونو سرغړونې

روحاني د یادې ارزونې له مخې وایي چې د مالیې وزارت د بشري سرچينو مدیریت کې د کارکوونکو په ګومارنو کې په لویه کچه له اړوندو طرزالعملونو سرغړونه شوې چې له امله یې بستونه تر اوږدې مودې خالي پاتې شوي، په ځانګړې توګه په ګمرکونو کې داسې کسان ګومارل شوي چې تخنیکي وړتیا او پوهه نه لري.

ده زیاته کړه:«موږ د بشري مدیریت په برخه کې د ګمرکونو برخې سل دوسیې وڅېړلې چي ډېرو یې تحصیلي اسناد نه درلودل او د اداري اصلاحاتو ادارې د ازموینو له پلې کولو پرته ګومارل شوي دي.»

ده همدرانګه وویل، په وار، وار د سیستم بندېدیل، د لایسنس د تاریخ تېرېدل، د زېربناوو او وسایلو زړښت او د مرکزي شبکې وسایل چې ۹۵ سلنه کارېدلي خو لاهم په سیستم کې فعال دي؛ هغه ګواښونه دي چې د سیګتاس(SIGTAS) سیستم ورسره مخ دی او له امله یې ددې خطر شته چې دغه سیستم له کاره ولوېږي او د مالیه ورکوونکو ټوله ډېټا له منځه ولاړه شي.

روحانې وویل، د ګمرکونو ځینې برخې له اسیکوډا(ASYCUDA) سیستم سره وصل نه دي او د حمایوي برېښنا د نه شتون له امله د ګمرک برېښنایي چارې ځنډېږي، د ګمرکونو په دخولي او خروجي دروزاو کې د وزن کولو تلې هم له کاره لوېدلې دي.

د وارداتو او صادراتو ناسمې شمېرې

ده زیاته کړه،د افغانستان او سوادګریزو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو تړونونو او تفاهم لیکونو د نه شتون یا په سمه توګه د نه پلي کېدو له امله د وارداتو او صادراتو په ارقامو کې د پام وړ توپیر شته.

هغهد بېلګي په توګه وویل چې عربي متحده اماراتو راپور ورکړی چې له دغه هېواد سره د وارداتو او صادراتو شمېرېد افغانستان د ګمرکونو او عوایدو ریاست له خواد ورکړل شوو شمېرو په پرتله ۱۴ځلې ډېرې دي.

د ترانزیټ نړیوالو لارښوونو په اړ کم پوهاوی

په نننۍ ناسته کې د مېک ادارې د زیان مننو د ارزونې برخې مسوول اجمل شاکر وویل، د ګمرکونو ریاست چارواکي په دې اړه ډېر کم پوهېږي چې د ګمرکونو نړیوالې ادارې د ترانزیټ لارښوونې پلې کړي څو د اجناسو ترانزیټ په سمه توګه کنټرول کړي، د غیر ضروري ځنډونو مخه ونیسي او د وارد شوو توکو د بیا صادرولو یا په هېواد کې دننهپلورلو مخنیوی وکړي.

د هغه په وینا، د سرحدونو د تنظیم له ادارو سره د کافي همغږۍ نه لرل د زېربنا او معلوماتي سیستم نه شتون، د برېښنایي مهرلاکونو(چې په اسانۍ یې څار کېږي)پر ځای د کم کیفیته مهرلاکونو کارونه هم د ترانزیټ په برخه کې شته ستونزې دي.

شاکر وویل،د ګمرکي محصول له تصفیه کولو وروسته تفتیش(PCA) په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره واضح او مفصل پروسیجرونه نشته چې د کیوټو (KYOTO) د تجدیدشوي کنوانسیون له مخې جوړ شوي وي اود اړوندو کتابونو، یادښتونو، سوداګریز سیستم او د اړوند سوادګر د سوادګریزې ډېټا د ارزونې پر مټ د بیانیو سموالی تایید کړي؛ کوم چې د مفسدو کړنو او ناوړه کارونې ګواښونه رامنځته کوي.

د خلکو ځیني استازي د مالیاتو تخنیکي اسنادو ته لاسرسی لري

د مېک ادارې د زیان مننو د ارزونې برخې مسوول اجمل شاکر همدارنګهوویل، د چارواکو او مالیه ورکوونکو یا د هغوی د استازو ترمنځ مخامخ غونډې د منل شوي اداري پروسیجر له مخې د غږیزې او ویډیویي وسیلې پر مټپه کافي توګه نه څارل کېږي، د مرکو او غونډو لپاره کومه خونه نه ده مشخصه شوې، د مالیه ورکوونکو په ګډون د خلکو ځیني استازي د مالیاتو تخنیکي دفترونو او اسنادو ته لاسرسی لري او نا مسووله استازي کولی شي چې د مالیاتو د ارزونې په بهیر کې ګډون وکړي.

ده زیاته کړه، په مرکز او ولایتونو کې د مدیریت مرکزونو کې د تجربه لرونکو او وړ کاروونکو کمی دی څو په مسلکي ډول او اړینه طریقه د مالیه ورکوونکو د مالیاتو د دوسیو تفتیش وکړي. اوسني کارکوونکي چې د مالیه ورکوونکو مالیاتي تفتیش کوي، د مالیاتي تفتیش د منل شوي لارښود او د پروسیجر په هکله کمه پوهه لري او ډېر کم یې پلي کوي.

په ساحوي تفتیش کې د مدیریتي توکو او څارنې کمی دی او مالیاتي مفتشین او د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د تفتیش او مالیه ورکوونکو د داخلي کنټرول سیستمونو د ارزونې وړتیا نه لري.

سپارښتنې

د مېک ادارې د راپور په وروستۍ برخه کې د ګمرکونو او عوایدو ریاست د حقوقي چارچوب، بشري سرچینو مدیریت پرمختیا، د معلوماتي سیستمونو، پروسو، د داخلي کنټرول سیستم، څارنیز تفتیش په تړاو اړوندو بنسټونو ته ټولټال ۷۳ سپارښتنې کړې څو په یادو برخه کې د اداري فساد مشخص شوې زیان مننې او ګواښونه له منځه یوسي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan