ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې له درېیو کلونو وروسته کروندګرو ته د شولو کرلو اجازه ورکړل شوه

بغلان کې له درېیو کلونو وروسته کروندګرو ته د شولو کرلو اجازه ورکړل شوه

author avatar
29 Jun 2020 - 15:57
بغلان کې له درېیو کلونو وروسته کروندګرو ته د شولو کرلو اجازه ورکړل شوه
author avatar
29 Jun 2020 - 15:57

پلخمري (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٩): بغلان کې د اوبو د کموالي له امله له تېرو کلونو راهيسې کروندګرو ته د شولو د کرلو اجازه نه ورکول کېده، خو سږ کال ورته ويل شوي چې په خپلو ځمکو کې شولې وکري.

د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږکال د دغه ولايت په ٣١ زره هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوي چې د کال په پاى کې به شاوخوا ١٤٠ زره ټنه وريجې ترې ترلاسه شي.

 د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د کرنې او مالدارۍ چارو ريیس عبدالغیاث صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېرو درېيو کلونو کې په دغه ولايت کې د ورښت کچه ټېټه وه نو ځکه کروندګر له شولو کرلو څخه منع کړاى شوي وو.

خو دى وايي: ((سږکال د پسرلي موسم کې ورښتونه ښه وو، سيند کې هم اوبه ډېرې شوي دي، نو ځکه کروندګرو ته ويل شوي چې په خپله خوښه په خپلو ځمکو کې شولې وکري.))

نوموړي وايي چې په تېرو درېيو کلونو کې يواځې پر نمجنو ځمکو د شولو کرلو ته اجازه وه چې له امله يې د دغه ولايت د وريجو د حاصلاتو کچه ډېره ټېټه شوې وه.

د صديقي په وينا، کروندګرو ته د شولو د کرلو په برخه کې تخنيکي او مسلکي زده کړې ورکول شوې دي چې ورسره به د وريجو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زياتوالى راشي.

همدارنګه د بغلان د کرنې رياست د کرنيزو توکو د ترويج څانګې آمر عبدالقهار ستاري پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د شولو کرلو پر وړاندې د اوبو د کموالي ستونزه هواره شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، بغلان د شولو کرلو لپاره مناسبې ځمکې لري، خو کروندګرو يې اړينه روزنه نه ده لېدلي چې له خپلو ځمکو څخه قانع کوونکي حاصلات ترلاسه کړي.

ستاري وايي چې سږکال د دغه ولايت په ٣١ زره هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوي چې ١٤٠ زره ټنه حاصلات به ترې ترلاسه شي.

دغه راز د ډنډغوري ولسوالۍ يو تن بزګر عالم ګل پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو کلونو کې د اوبو کچه ټېټه وه، نو دوى ونه شول کولاى چې د شولو له کر څخه مطلوب حاصلات ترلاسه کړي.

هغه وايي: ((زه هرکال شولې کرم، سږکال مې په ٣٠ جريبه ځمکه کې شولې کرلې دي که د کال تر پايه د اوبو ستونزه پيدا نه شي، مطمين يم چې ښه حاصلات به ترلاسه کړم.))

د يادونې ده چې د هېواد په شمال کې تر کندوز وروسته بغلان لوى کرنيز ولايت دى چې د شولو ترڅنګ غنم، جوار، وربشې او مۍ په کې کرل کيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.