ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: حکومت باید داسې شرایط وضع نه کړي چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړي

حکمتیار: حکومت باید داسې شرایط وضع نه کړي چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړي

author avatar
29 Jun 2020 - 16:17
حکمتیار: حکومت باید داسې شرایط وضع نه کړي چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړي
author avatar
29 Jun 2020 - 16:17

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ  ۹۹): حکمتیار، حکومت د کرونا د مخنیوي لپاره له مرسته شویو پیسو د غلا په هڅو تورن کړ، وایي حزب اسلامي تر هغه د حکومت تر مدیریت لاندې کار نه کوي چې د سولې ورسره شوې هوکړه نه وي پلې شوې.

د افغانستان د دولت او حزب اسلامي د مرکچي پلاوي ترمنځ د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن کابل کې خبریالانو ته وویل، چې حکومت له دغه ګوند سره د سولې پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دغه ګوند زرګونه کسان لا هم بندیان دي.

دده په وینا، له حزب اسلامي سره د دولت د سولې هوکړې په نه عملي کېدو  ولسي جرګه، امنیت شورا او بهرنۍ هېوادونه خبر دي، خو هیچا یې هم د عملي کېدو لپاره ګام نه دی اخیستی.

ده زیاته کړه: «تر هغه چې حکومت له موږ سره د هوکړې هر بند نه وي پلی کړی، موږ د حزب په توګه د دغه حکومت تر مدیریت لاندې کار نه کوو. تر اوسه د دغې هوکړې منځ پانګه نه ده عملي شوې.»

هغه وویل، چې د طالبانو مشران او د داعش مشران خوشي شول، خو د حزب اسلامي بندیان تر اوسه په زندانونو کې پراته دي.

حکمتیارد یادې هوکړې د نه عملي کېدو په اړه له جزییاتو ورکولو پرته وویل:«شاید ددغې هوکړې د نه عملي کېدو لامل دا وي چې د اقتدار په کرسۍ ناست کسان داسې فکر کوي چې که دغه هوکړه منل شوې وای نو دوی ته به ګواښونه رامنځته شوي وای او د ټاکنو پایلې به هم داسې نه وې.»

دغه راز هغه نن یو خل بیا وویل چې د سولې بین الافغاني خبرو کې هغه مهال ګډون کوي چې حزب اسلامي  د اپوزیسیون په توګه ومنل شي.

ده زیاته کړه:« افغان چارواکي تر اوسه په خپلو کې سره مخالف دي، ناندرۍ یې روانې کړې دي، د پلاوي او بین الافغاني خبرو لپاره په تیاري نه دي بریالی شوي، نو داسې ښکاري چې دوی د سولې لپاره اړین او پر وخت ګامونه نه دي اوچت کړي.»

حکمتیار وایي، د سولې بین الافغاني خبرې دې پرته له شرطه پيل شي، د سولې لپاره دې یو اتفاقي طرحه جوړه شي او د تصمیم لپاره باید یوه مقتدره ټیم را منځ ته شي.

هغه وویل:« دغه ټیم باید د یوه فرد، د یوه ګوند، د یوه قوم په انحصار کې نه وي، اوس مهال د افغانستان ۹۹ سلنه خلک سوله غواړي، یواځې هغه کسان سوله نه غواړي چې خپل اقتدار او قدرت په خطر کې ګڼي.»

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې داسې شرایط وضع نه کړي چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ شي. ده په خلکو غږ وکړ چې سره یوځای شي ترڅو د اوسني وضعیت څخه وژغورل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.