ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوشېر: بانک ته د ننوتو اجازه نه راکول د اداري اصولو خلاف کار دی

نوشېر: بانک ته د ننوتو اجازه نه راکول د اداري اصولو خلاف کار دی

author avatar
29 Jun 2020 - 14:03
نوشېر: بانک ته د ننوتو اجازه نه راکول د اداري اصولو خلاف کار دی
author avatar
29 Jun 2020 - 14:03

کابل (پژواک، ۹چنګاښ۹۹): د افغانستان بانک لومړی مرستیالوايي،د ولسمشر له حکم سره سم یېغوښتل خپل استعفالیک د بانک سرپرست ته وسپاري، خو د بانک ساتونکو د اداري اصولو خلاف بانک ته د ننوتو اجازه ور نه کړه.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال وحیدالله نوشېر نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چېد ولسمشرمحمد اشرف غني د شفاهي حکم «پر اساس او احترام»یېنن سهار غوښتل د بانک سرپرست اجمل احمدي ته خپل استعفا لیک وسپاري.

دی وايي:"کله چې د افغانستان بانک ته ولاړم، له بده مرغه د بانک په دروازه کې د ساتونکو او امنیتي مسوولینو له خوا بانک ته د دننه کېدو اجازه رانه کړل شوه."

هغه زیاته کړې، د افغانستان بانک د حیثیت او نظام ته د درناوي له کبله پرته له ټينګاره، بېرته خپل استوګنځي ته ستون شو.

وحیدالله نوشېر زیاتوي چې د بانک د سرپرست دغه چلند د اداري اصولو خلاف دی او په اړه یې د وضاحت غوښتنه کوي.

د دغه بانک ویاند شریف الله شګیوال سره مو اړیکه ونیوه، خو ویې ویل چې وروسته به په دې اړه خبرپاڼه خپره کړي.

د دغه بانک چارواکو څو ورځې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د بانک څلور لوړپوړي کسان د فساد په تور څارنوالي ته معرفي شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.