حکمتیار: حکومت باید داسې شرایط وضع نه کړي چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړي

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ  ۹۹): حکمتیار، حکومت د کرونا د مخنیوي لپاره له مرسته شویو پیسو د غلا په هڅو تورن کړ، وایي حزب اسلامي تر هغه د حکومت تر مدیریت لاندې کار نه کوي چې د سولې ورسره شوې هوکړه نه وي پلې شوې.

د افغانستان د دولت او حزب اسلامي د مرکچي پلاوي ترمنځ د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن کابل کې خبریالانو ته وویل، چې حکومت له دغه ګوند سره د سولې پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دغه ګوند زرګونه کسان لا هم بندیان دي.

دده په وینا، له حزب اسلامي سره د دولت د سولې هوکړې په نه عملي کېدو  ولسي جرګه، امنیت شورا او بهرنۍ هېوادونه خبر دي، خو هیچا یې هم د عملي کېدو لپاره ګام نه دی اخیستی.

ده زیاته کړه: «تر هغه چې حکومت له موږ سره د هوکړې هر بند نه وي پلی کړی، موږ د حزب په توګه د دغه حکومت تر مدیریت لاندې کار نه کوو. تر اوسه د دغې هوکړې منځ پانګه نه ده عملي شوې.»

هغه وویل، چې د طالبانو مشران او د داعش مشران خوشي شول، خو د حزب اسلامي بندیان تر اوسه په زندانونو کې پراته دي.

حکمتیارد یادې هوکړې د نه عملي کېدو په اړه له جزییاتو ورکولو پرته وویل:«شاید ددغې هوکړې د نه عملي کېدو لامل دا وي چې د اقتدار په کرسۍ ناست کسان داسې فکر کوي چې که دغه هوکړه منل شوې وای نو دوی ته به ګواښونه رامنځته شوي وای او د ټاکنو پایلې به هم داسې نه وې.»

دغه راز هغه نن یو خل بیا وویل چې د سولې بین الافغاني خبرو کې هغه مهال ګډون کوي چې حزب اسلامي  د اپوزیسیون په توګه ومنل شي.

ده زیاته کړه:« افغان چارواکي تر اوسه په خپلو کې سره مخالف دي، ناندرۍ یې روانې کړې دي، د پلاوي او بین الافغاني خبرو لپاره په تیاري نه دي بریالی شوي، نو داسې ښکاري چې دوی د سولې لپاره اړین او پر وخت ګامونه نه دي اوچت کړي.»

حکمتیار وایي، د سولې بین الافغاني خبرې دې پرته له شرطه پيل شي، د سولې لپاره دې یو اتفاقي طرحه جوړه شي او د تصمیم لپاره باید یوه مقتدره ټیم را منځ ته شي.

هغه وویل:« دغه ټیم باید د یوه فرد، د یوه ګوند، د یوه قوم په انحصار کې نه وي، اوس مهال د افغانستان ۹۹ سلنه خلک سوله غواړي، یواځې هغه کسان سوله نه غواړي چې خپل اقتدار او قدرت په خطر کې ګڼي.»

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې داسې شرایط وضع نه کړي چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ شي. ده په خلکو غږ وکړ چې سره یوځای شي ترڅو د اوسني وضعیت څخه وژغورل شي.

حکمتیار، په نننۍ ناسته کې دا هم وویل چې هېواد کې جوماتونه هم نه دي خوندي او حکومت یې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی.

هغه زیاته کړه، د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته پرځای ددې چې د تاوتریخوالې کچه راټیټه شي، هدفي وژنې، ترور او تاوتریخوالی لازیات شوي دي.

د امریکا او طالبان ترمنځ هوکړه تېرکال د کب میاشتې په لسمه په قطر کې لاسلیک شوه.

حکمتیار وایي:« د فحشا ځایونه او عاملین یې خوندي دي، خو د کابل ښار په مرکز ګې د ارګ شاوخوا علما، او نور مشران ترور کیږي.»

ده له حکومت نه وغوښتل چې د هدفي وژنو او «روانو جنایتونو» مخه ونیسي.

د روان کال د غبرګولې په ۱۳ مه د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان جومات خطیب ډاکټر ایاز نیازی په همدغه جومات کې په یوه چاودنه کې ووژل شو او ورسره اته کسان ټپیان شول.

له دغې چاودنې درې ورځې وروسته د کابل د شېرشاه سوري جومات ملا امام مولوي عزیز الله مفلح له درېیو نورو کسانو سره یو ځای د جمعې د لمانځه د خطبې ویلو پر مهال په یوه چاودنه کې ووژل شو.

حکمتیار په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وویل چې حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی او په داسې حال کې په دې هڅه کې دی چې له مرستو شویو پیسو غلا وکړي چې هره ورځ دغه ناروغي له خلکو ژوند اخلي.

ده زیاته کړه، بهرني ځواکونه له افغانستانه له وتو پرته بل بدیل نه لري، ځکه چې د ده په وینا، هغوی په تېرو شاوخوا۱۹کلونو کې څه تر لاسه نه کړل.

هغه وویل چې حکومت باید د بهرنیانو له وتلو وروسته وضعیت ته چمتوالی ونیسي، ترڅو پخوانۍ تجربې بیا تکرار نه شي.

د ده په وینا، ددغه حالت د چمتووالي لپاره باید یو درېیمګړی مستقل محور را منځ ته شي، داسې محور چې  د شخصیتونو او ګوندونو پر بنسټ نه، بلکې د خلکو د ارمانونو او اهدافو پربنسټ جوړ شوی وي.

نظر ورکړئ