کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹) : وسله والو طالبانو ویلي چې د افغانستان د حکومت ۲۱ تنه نور بندیان یې خوشې کړي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د چنګاښ په ۹مه، په ټویټر کې لیکلي چې د ا بندیان یې پرون په تخار ولایت کې خوشې کړي دي.
د هغه په وینا، په خوشې شویو بندیانو کې چې پولیس او د ملي اردو سرتېري شامل دي ورسره یې مرستې هم کړي او کورونو ته یې لېږدولي دي.
سهیل شاهین نور معلومات نه دي ورکړي چې تراوسه یې څو تنه دولتي بندیان خوشې کړي، خو د وروستیو راپورونو له مخې، طالبانو شاوخوا شپږ نیم سوه دولتي بندیان خوشې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون له مخې، له بین الافغاني مذاکراتو مخکې باید دولت د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان ددولت زر تنه بندیان خوشې کړي.
په لومړیو کې د بندیانو په خوشې کولو کې ستونزې وې، خو اوس دا پروسه تیزه شوې ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څو ورځې مخکې په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې د افغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو ۳۸۹۵ تنه بندیان خوشې کړي دي.
هغه پر طالبانو تور ولګاوه چې د سولې لپاره رغنده اقدامات نه کوي چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات د ځنډ او خنډ ښکار شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن