فېروز کوه (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې پر یوه امنیتي پوسته د طالبانو په برید کې له دواړو خواوو ۱۱ کسانو وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند سميع نژاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه په شمالي برخه کې پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ.
د هغه په خبره، د دواړو خواوو په ډزو کې ۷ طالبان او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او دوه امنیتي سرتېري او درې طالبان ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن