ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې ٢٧٩ کسان پر کرونا اخته او ١٢ مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې ٢٧٩ کسان پر کرونا اخته او ١٢ مړه شوي

author avatar
30 Jun 2020 - 12:45
تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې ٢٧٩ کسان پر کرونا اخته او ١٢ مړه شوي
author avatar
30 Jun 2020 - 12:45

کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٧٩ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۱۵۱۷ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په لسمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٧٧٩ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٢٧٩ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۱۵۱۷ ته لوړه شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادو پېښو له ډلې څخه، ٦٨ په غور، ٤١ په کابل، ٣٨ په هرات، ٣٥ په باميان، ١٨ په پکتيا، ١٣ په بادغيس، ١١ په بلخ، ١١ په کندوز، اووه په تخار، اووه په کاپيسا، شپږ په لوګر، څلور په کندهار، درې په بدخشان، درې په پنجشېر، درې په اروزګان، دوه په ننګرهار، دوه په ميدان وردګو، دوه په کونړ، دوه په هلمند، دوه په زابل او یوه هم په پروان ولايت کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٩٧ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۱۴۰۳۶ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ٧٤٥ ته ورسېد.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

خو بل لورته خلک وايي چې پر ډاکټرانو د خلکو نه باور او دولتي روغتونونو ته د خلکو کمه مراجعه د دې لامل شوې چې د يادې ناروغې د مثبتو پېښو شمېره کمه څرګنده شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.