ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د وزیرستاني کډوالو لپاره جوړ شوی ښوونځی پرانیستل شو

خوست کې د وزیرستاني کډوالو لپاره جوړ شوی ښوونځی پرانیستل شو

author avatar
30 Jun 2020 - 14:55
خوست کې د وزیرستاني کډوالو لپاره جوړ شوی ښوونځی پرانیستل شو
author avatar
30 Jun 2020 - 14:55

خوست ښار (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): په خوست ولایت کې د وزيرستاني کډوالو لپاره د ښوونځي جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ د یاد ولايت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان په کمپ کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «UNHCR» په مالي لګښت په دوو پوړونو کې په اساسي او مجهز ډول جوړه شوې ده.

د خوست والي محمدحليم فدايي ددغې ودانۍ د پرانېستې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ودانۍ چې په تېرو نهو مياشتو کې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوي، تقريباً ۱۳ ميليونه افغانۍ پرې لګښت راغلی دی.

د والي په وينا، د وزيرستاني کډوالو ماشومانو لپاره د ښوونځي دا جوړه شوې ودانۍ اته درسي خونې، د کتابتون لپاره بېل څلور اتاقه تعمير، د اوبو څاه او زېرمه، د سولر سيستم، شنه ساحه او نور اړين ملحقات لري.

دی زياتوي: ((موږ هيله مند يو چې له دې سره به نه يوازې د وزيرستاني کډوالو، بلکې د بوريخېلو د سيمې چې کوم زده کوونکي دي، هغوی به هم په دې ښوونځي کې په درس بوخت وي.))

بل پلو خوست ښار کې د وزیرستاني کډوالو د ګلان کمپ يو شمېر اوسېدونکي وايي، مخکې له دې يې ماشومانو د درس لپاره مناسب ځای نه درلود او تر خېمو لاندې يې زده کړې کولې.

د هغوی په وينا، د باد او باران پرمهال به ښوونځی رخصت و او ماشومان به کورونو ته تلل.

د عبدالله نور په نوم د ګلان کمپ يوتن اوسېدونکي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل: ((مخکې زموږ ماشومان لمر ته کېناستل. چوکۍ يې نه وې، د اوبو مشکلات و، تشناب يې نه و. زموږ خواست دی چې نور هم په دا منطقه کې ابادي راشي.))

تردې دمه د کرونا له امله ټول هېواد کې ښوونځي رخصت دي، خو د کابينې د پرېکړې له مخې، تر راتلونکې يوې اوونۍ روغتيايي وضعيت ارزيابي کيږي او له هغه وروسته د ښوونځيو د خلاصون او يا نه خلاصون په اړه حکومت وروستۍ پرېکړه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.