ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت “اتل د اړیکو مرکز” رسماً پرانیستل شو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت “اتل د اړیکو مرکز” رسماً پرانیستل شو

author avatar
30 Jun 2020 - 16:44
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت “اتل د اړیکو مرکز” رسماً پرانیستل شو
author avatar
30 Jun 2020 - 16:44

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۹): د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د اتل اړیکو مرکز (کال سنټر) د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسېدنې او شکایتونو اورېدو لپاره په رسمي توګه پرانیستل شو.

د یاد مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي، د وزارت ځینو مسوولینو، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمرا خان منیب او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس عمر منصور انصاري ګډون درلود.

آریوبي د "اتل اړیکو مرکز" د رامنځته کېدو پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او وې ویل چې د شهیدانو د کورنیو او معلولینو اقتصادي ستونزو ته په کتو د اسانتیاوو رامنځته کول او د دوی ستونزو، شکایتونو اورېدو او نورو چارو ته د رسېدنې لپاره یې پرانیستل اړین و او د اصلاحاتو په لومړیتوب کې یې ځای درلود.

هغه زیاته کړه چې په دغه مرکز کې لس تږکسان کار کوي او په ورځني ډول د (۵۰۰) مراجعینو پوښتنو ته ځواب وویل کېږي او له دې وروسته د شهیدانو ورثه او معلولین اړ نه دي چې د خپلو چارو د تعقیب لپاره وزارت ته مراجعه وکړي، بلکې یوازې د یوې ټيلېفوني اړیکې په وسیله یې چارو ته رسېدنه کېږي.

 اریوبي د (آترا) ادارې له پخواني رییس سېلاب او اوسني رییس عمر منصور انصاري نه مننه وکړه چې د یاد مرکز په جوړولو کې یې هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړه.

د اترا ادارې رییس عمر منصور انصاري د دغه مرکز پرانیسته د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره یو بنسټیز کار وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې دغه قشر ته د نورو برېښنایي او ټکنالوجیکي اسانتیاوو برابرولو لپاره له وزارت سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.

د ولسمشر سلاکار عمرا خان منیب د یاد مرکز رامنځته کېدل د شهیدانو ورثې او معلولینو ته ستره لاسته راوړنه وبلله او د وزارت د رهبرۍ د کړنو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ یې د یاد قشر د کارونو په چټکوالي، روڼتیا ټینګښت او اسانتیاوو رامنځته کېدو کې مهم ګام وباله.

د آترا ادارې له مرستې او همکارۍ څخه یې هم مننه  وکړه او زیاته یې کړه چې د معلولینو او شهیدانو چارو د برېښنایي او عصري کولو لپاره باید نور کار هم وشي، تر څو شته ستونزې هوارې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.