ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وینټلاټورونو څار: د روغتیا وزارت له خوا ننګرهار ته د نويو وینټلاټورونو د ورکړې خبر ناسم دی

د وینټلاټورونو څار: د روغتیا وزارت له خوا ننګرهار ته د نويو وینټلاټورونو د ورکړې خبر ناسم دی

author avatar
30 Jun 2020 - 11:40
د وینټلاټورونو څار: د روغتیا وزارت له خوا ننګرهار ته د نويو وینټلاټورونو د ورکړې خبر ناسم دی
author avatar
30 Jun 2020 - 11:40

جلال اباد (پژواک، ۱۰چنګاښ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د عامې روغتیا وزارت له لوري ورته د کرونا په موخه نوي وینټلاټورونه نه دي ورکړل شوي؛ خو درې مياشتې وړاندې دغه ولايت ته د وزير د سفر پرمهال رسنيو ته ويل شوي و چې د ۹۶ زره ډالرو په لګښت ۶ وینټلاټورونه وزارت مرسته کړې ده.

بلخوا پژواک د وزارت او ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست څخه په دې ولايت کې د ټولو وینټلاټورونو د شمېر په تړاو لېستونه تر لاسه کړي چې په کې د دغې خبرې د اثبات ترڅنګ د وینټلاټورونو د شمېر توپير هم څرګند شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت له لوري پژواک ته په ورکړل شوي لېست کې ننګرهار کې شته وینټلاټورونه ۲۰ ښودل شوي؛ خو د ننګرهار د عامې روغتيا رياست لېست کې څرګندېږي چې ټول ۲۲ وینټلاټورونه دي او له ډلې يې ۵ غير فعال دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د چنګاښ په ۳مه د یادو ماشینونو په تړاو د خلکو د شکايتونو په ځواب کې پر خپله فېسبوک پاڼه وليکل چې دوی ته د کرونا په خاطر نه نوي وینټلاټورونه ورکړل شوي او نه هم د پېر په موخه یې پيسې ورکړل شوې دي.

هغه ليکلي و:”د ګردو په روغتون کې اته وينټليټرې له پخوا نه وې چې يو مو کونړ او بل مو لغمان ته د وزير صيب د صحت عامې په غوښتنه ورکړل که چا ثابته کړه چې د وينټليټرزو په نوم بېل تېر شوی هم به يې تقدیر کړم او هم به مسوولين څارنوالۍ ته معرفي کړم.”

دغه راز د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد دراني هم د والي دا خبره تاييد کړې وه او پر خپله فېسبوک پاڼه يې ليکلي و چې شپږ عدده وینټلاټورونه په کرونا وارډ او اووه عدده په اي سي يو کې شته دي، نه يې بيل تېر شوی، نه غلا شوي، نه ورک شوي او نه هم چېرته وړل شوي دي.

خو د دوی دا څرګندونې د درې مياشتې وړاندې هغو څرګندونو سره په تضاد کې دي چې د ۹۶ زره ډالرو په ارزښت يې د وزارت له لوري د ننګرهار کرونا مرکز ته د ۶ وینټلاټورونو د مرستې په تړاو کړې وې.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر او دغه راز د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست پر فېسبوک پاڼو د ۱۳۹۹ د وري په ۱۰مه دا راپورونه خپاره کړي چې عامې روغتيا وزارت ننګرهار کرونا تجريد روغتون سره د ۹۶زره ډالرو په لګښت د ۶ وینټلاټورونو مرسته وکړه.

د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر او دغه راز د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست پر فېسبوک پاڼو د ۱۳۹۹ د وري په ۱۰مه  د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل او د عامې روغتيا پخواني وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز وډيوګانې هم خپرې کړې وې چې په روښانه ډول د نویو وینټلاټورونو د شتون موضوع ثابتوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د عامې روغتيا وزارت ته د وینټلاټورونو د ورکړل شوي لېست کاپي پژواک ته په لاس ورغلي چې له مخې یې ثابتېږي درې مياشتې وړاندې د ډاکټر فيروزالدين فيروز په لاس د ۹۶ زره ډالرو په ارزښت مرسته شوي ۶ وینټلاټورونه نوي نه، بلکې د ننګرهار د پښتورګو له روغتون څخه انتقال شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د لېست په پاسنۍ برخه کې يو نوټ ليکل شوی چې څرګندوي:” ټول وینټلاټورونه پخوا موجود و، د ننګرهار د پښتورګو روغتون ۶ پايې وینټلاټورونه د کرونا بيړني حالاتو لپاره د کرونا روغتون ته لېږدول شوي او ټول فعال دي.”

په دغو لېستونو کې دا هم جوته شوه چې د ننګرهار روغتيا رياست او عامې روغتيا وزارت دلته د وینټلاټورونو د موجوديت په تړاو په يوه خوله نه دي او دواړه جلا ارقام ورکوي.

د وزارت د ارقامو له مخې، ننګرهار کې ټول ۲۰ وینټلاټورونه موجود دي او هېڅ يو د وزارت له لوري د کرونا له بحران څخه وروسته نه دی ورکړل شوی او نه هم ننګرهار کې د کرونا لپاره اخیستل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري د عامې روغتيا وزارت ته د وینټلاټورونو د ورکړل شويو لېستونو لومړی کاپي په پای کې لیکل شوي چې ننګرهار کې ټول ۱۹ وینټلاټورونه شته دي څلور يې غیر فعال دي او له ډلې يې ۱۳ پايې د جلال اباد حوزوي روغتون په General ICO او ۶ پايې د کرونا روغتون کې وجود لري.

د وینټلاټورونو د ورکړل شويو لېستونو لومړی کاپي په پاي کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد دراني لاسلیک کړی دي.

پژواک ته د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د وینټلاټورونو یو لېست هم ورکړي، څرګندوي چې ټول ۲۲ وینټلاټورونه موجود دي چې له ډلې يې ۵ غير فعال دي او په دې لېست کې دا بدلون وروسته له هغه راغلي کله چې د ننګرهار د عامي ریاست لېست وزارت ته استولی و.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د لېست په لاندنۍ برخه کې يو نوټ ليکل شوی چې څرګندوي، ننګرهار کې ټول ۲۲ وینټلاټورونه شته دي، له ډلې يې ۱۳ پايې د جلال اباد حوزوي روغتون په General ICO، د پښتورګو روغتون ۶ پايې د کرونا په خاطر د کرونا تجريد روغتون ته لېږدول شوي او درې پايې د BPHC پروژې اړوند د دوو ولسواليو( غني خېل او خوګياني) او يو  د سطلانپور جامع روغتيايي مرکز کې موجود دي.

د وینټلاټورونو په لېست کې ټولو ۲۲ وینټلاټورونو ته لیکل شوي دي چې دا د عامې روغتیا وزارت له خوا ننګرهار ته نه دي لېږل شوي او ۷ وینټلاټورونه د ډاکټر مطیع الله له لورې مرسته شوي چې په ډنمارک کې استوګنه لري.

یوې سرچينې پژواک ته وويل چې دا وروستي دري وینټلاټورونه هم د عامې روغتیا وزارت ملکیت نه دي دا د هغې موسسې دي چې په ولسواليو کې صحي خدمات وړاندې کوي.

د وینټلاټورونو د ورکړل شويو لېستونو دویمې کاپي په پاي کې د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصير احمد دراني لاسلیک نه دی کړی خو درې نورو کسانو لاسلیک کړی دی.

د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی هم وایي چې دا ماشینونه همدلته په ننګرهار کې بل روغتون کې وو او د کرونا تجرید مرکز ته ورکړل شول، له مرکز څخه نه وو راوړل شوي.

هغه پژواک ته وویل چې هغه مهال دا نه وو ویل شوي، چې ګوندې دا ماشینونه وزیر له ځانه سره له کابله راوړي وو، بلکې همدلته له پخوا څخه و. 

د ننګرهار مدني فعالان او د ولايتي شورا غړي بيا اندېښنه لري چې دا ډول ضد او نقيض څرګندونې د دې شاهدي ورکوي چې دلته هم دغه برخه کې فساد شوی دی.

د ولایتي شورا غړي سهراب قادري پژواک اژانس ته وويل، دا چې لومړی خبر تېروي چې وينټيليټرونه ورسره مرسته شوي او اوس وايي چې له پخوا شته و، خپله د فساد شاهدي ورکوي.

دی وايي، دا چې پژواک په لويه کچه د وينټيليټرو د قاچاق راپور نشر کړ، نو اوس حکومت ولايتونو کې واليانو ته امر کړی چې د دا ډول خبرونو په خپرولو د پژواک راپور بې ارزښته کړي، خو ولس پوه شوی او د پژواک ملاتړ کوي.

دغه راز مدني فعال شکيب شريفزی هم وايي، چې يا خو درې مياشتې وړاندې د وينټليټرو د مرسته خبر غلط ورکړل شوی او يا هم د والي او رييس اوسنۍ څرګندونې غلطې دي چې خلکو ته د غلطو معلوماتو ورکړه هم فساد ګڼل کېدلی شی.

د پژواک د وينټلاټورنو د څارنې د لړی پنځم راپور.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.